1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

ترمپ د ميلیونونو ډالرو په مقابل کي سوډان له تور ليسته باسي

۱۳۹۹ مهر ۲۹, سه‌شنبه

ایا نغدي جریمه د پخوانیو جرمونو څخه د خلاصون یوه لار ده؟ د امریکا متحده ایالاتو تازه تصمیم همدغه ډول یو تصور رامنځته کوي. د دغه تصمیم پراساس سوډان کولای سي، بین المللي ټولني ته ورداخل سي.

https://p.dw.com/p/3kBc5
Sudan Khartum | Sicherheitskräfte
انځور: picture-alliance/AP Photo/N. El-Mofty

امریکا متحده ایالات په پام کي لري چي د تروریستي حملې قربانیانو ته د ميلیونو ډالرو جبران خسارې په ورکولو سره سوډان د ترهګرۍ د ملاتړ کوونکو له ليست څخه وباسي.

جمهوررئیس دونالد ترمپ په تویتر کي د یوه مطلب په نشرولو سره لیکلي دي چي د ۳۳۵ ميلیونه ډالره په تادیه کولو سره، تر ډیري مودې وروسته عدالت تأمینیږي. ترمپ ویلي دي چي دا کیدای سي د سوډان له پاره یو مثبت ګام وي او «د دغه ليست څخه وتل» کیدلای سي د پیسو تر تادیه کولو وروسته تر سره سي.

د ترهګرۍ د ملاتړ کوونکو په ليست کي د سوډان شاملیدل د دې سبب سول چي سوډان په بین امللي سطح منزوي سي. خو که اوس د امریکا دغه تصمیم عملي سي، بین امللي شرکتونه او بانکونه اجازه لري چي له سوډان سره معاملې وکړي.

د اسامه بن لادن پټنځای

پر سوډان سربیره نور هیوادونه، لکه شمالي کوریا، ایران او سوریه هم د ترهګرۍ د ملاتړ کوونکو په ليست کي شامل دي. سوډان په ۱۹۹۳م کال کي هغه وخت په دغه ليست کي شامل سو، چي اسامه بن لادن او تر تعقیب لاندي ځیني نور تندلاري دغه هیواد ته ورغلل.

ژور اقتصادي بحران

خو امریکا ته د ميلیونو نغدو ډالرو ورکول د داسي یو هیواد له پاره چي ۴۲ ميلیونه نفوس لري، اسانه کار نه دی. سوډان له اقتصادي بحران سره مخامخ دی. په عین حال کي سوډان کوښښ کوي، په ۲۰۱۹م کال کي د پخواني مطلق العنانه جمهوررئیس عمر البشیر تر چپه کیدو وروسته له بین المللي ټولني سره ښه مناسبات رامنځته کړي.

د اسرائیلو په رسمیت پيژندل؟

په دې اواخرو کي داسي اوازې موجودي وې چي د امریکا متحده ایالاتو سوډان له اسراییلو سره د روابطو د عادي کولو په مقابل کي له دغه ليست څخه باسي. واشنګټن کوښښ کوي چي عربي هیوادونه، خصوصأ هغه هیوادونه چي اکثریت نفوس یې مسلمانان دي، اسرائیل په رسمیت وپيژني. خو په دې تازه موضوع کي، یعني د ترهګرۍ د ملاتړ کوونکو له ليست څخه د سوډان د ایستلو په ارتباط د اسرائیلو نوم نه دی یاد سوی.