1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

بايدن غواړي چې د ګوانتانامو زندان وتړي

۱۳۹۹ بهمن ۲۵, شنبه

د امريکا ولسمشر جو بايدن غواړي چې د خپلې کاري دورې تر ختمېدو د مخه په کيوبا کې د ګوانتانامو زندان وتړي. د سپینې ماڼۍ یوې ویاندې ویلي چې دغه خبره اوس د امریکا د امنیت شورا دغه موضوع څیړي.

https://p.dw.com/p/3pJBf
Bildergalerie Die Hochsicherheitsgefängnisse der Welt | Camp Delta, USA
انځور: Getty Images/J. Raedle

د سپينۍ ماڼۍ يوې وياندې د جمعې په ورځ په يوه خبري غونډه کې د دغه زندان تړلو ته په اشارې سره وويل چې «دا هرومرو زموږ هدف او زموږ غوښتنه ده.» د هغې په خبره د امنيت شورا يې اوس دغه موضوع څېړي.

پخواني ولسمشر بارک اوباما په خپل انتخاباتي کمپاين کې لا د ګوانتانامو د تړلو ژمنه کړې وه خو له کانګرس سره هيڅ وخت هم يوې موافقې ته ونه رسید. د هغه ځای ناستي دونالد ترمپ په خپلو ټاکنيزو منډو ترړو کې ټينګار کړی و چې دغه زندان به پرانيستی وي څو «په بدماشانو» يې ډک کړي.

د ګوانتانامو زندان د ۲۰۰۱ کال د يولسم سپتمبر تر بريدونو او د متحده آيالاتو په مشرۍ د افغانستان له جګړې سره سم د پخواني امريکايي ولسمشر جورج بوش په وخت فعال کړل شوی و. لومړني بنديان پکې د ۲۰۰۲ کال په جنورۍ کې ځای پر ځای شول چې هغه وخت په قفسونو کې تر شنه آسمان لاندې ساتل کېدل. وروسته بيا د ټينګ امنيت بېلابېل زندانونه په کې جوړ شول.

د اوږدو کلونو په ترڅ کې په ګوانتانامو کې تقريباْ ۷۸۰ تنه بنديان ول. د بوش او د هغه د ځای ناستي اوباما پر وخت هم په سلګونو بنديان له ګوانتانامو څخه خوشي شوي ول. اوسمهال په کې تقريباْ ۴۰ تنه بنديان دي چې د ۲۰۰۸ کال راهيسې کوم نوی څوک په کې بندي شوی نه دی.

زموږ له آرشیف څخه: