1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

بايدن ته له ټولې نړۍ څخه مبارکۍ وویل شوې

۱۳۹۹ آبان ۱۸, یکشنبه

جو بايدن د متحده آيالاتو د ولسمشرۍ انتخابات ګټلي دي.‌ خو ترمپ خپله ماتې نه مني. نو اوس بايدن ته مبارکي ورکول کېدای شي؟ د نړۍ ډېر مشران دغه سوال ته يو څرګند ځواب لري.

https://p.dw.com/p/3l1Bd
US-Wahl 2020 | Unterstützer von Joe Biden feiern
انځور: Kevin Lamarque/REUTERS

د آلمان جمهور رئيس فرانک والتر شتاينماير ګټونکي بايدن ته د مبارکۍ په يوه ليک کې د دغې پېښې نړيوال اهميت ته اشاره وکړه: د بايدن په ولسمشرۍ سره د «بې شمېره انسانانو»‌ له پاره «د اطمينان، معقوليت او په يوه ناکراره دنيا کې په حل لارو پسې د دوامداره کار هيلې» تړلې دي. د آلمان صدراعظمې انګلا مېرکل بايدن او راتلونکې مرستيالې ولسمشرې کمالا هاريس ته «د زړه له کومي خوشبختي او برياليتوب» وغوښت. هغه په خپله خبره «له ولسمشر بايدن سره راتلونکي ګډ کار ته» سترګې په لار ده. د هغې په وينا «اروپا او د امريکا متحده آيالات بايد همکاري وکړي «که وغواړو د دغه وخت لويو چلنجونو ته غاړه ورکړو.» مېرکل په خپل پيغام کې له ترمپ څخه يادونه ونه کړه.

د آلمان د بهرنيو چارو وزير، هايکو ماس،‌ د بايدن په ولسمشرۍ کې د «اتلانتيک دواړو لورو د اړيکو نوی پيل» ويني، ځکه چې د آلمان او امريکا تر منځ اړيکو يو څه صدمه ليدلې ده. د ماس په خبره «هغه ډول چې دونالد ترمپ حکومت کړی دی او دا چې په نړيواله کچه يې څنګه چلن کړی، موږ ته ډېرې ستونزې رامنځ ته کړې دي.» د هغه په خبره بايد «ډېر څه د ترانس اتلانتيک اړيکو په برخه کې بېرته سم شي، او زه په دې باوري يم چې له جو بايدن سره دغه کار ته رسيږو هم.» ماس د «دقيقو وړانديزونو» اعلان وکړ، مثلا د چين په څېر له هېوادونو سره د چلن،‌ د اقليم د ساتنې او د کرونا وبا په وړاندې د مبارزې په برخه کې.

د ناټو اميدواري

د ناټو سرمنشي،‌ ينس ستولتنبرګ د بايدن تر بريا وروسته هيله لري چې د شمالي امريکا او اروپا تر منځ روابط به نور هم ښه شي.‌ هغه وويل چې «د ناټو مشري په يوه نه اټکلېدونکې دنيا کې د پخوا په څېر ډېر اهميت لري.» د هغه په خبره يوه پياوړې ناټو د شمالي امريکا او اروپا له پاره ډېره مهمه ده. ترمپ دغه پوځي ټلواله تر سوال لاندې راوستې وه،‌ خو بايدن يې څرګند ملاتړ کړی دی. د اروپايي‌ ټولنې مشرې،‌ اورزولا فون دېر لاين، ټينګار وکړ چې اروپايي ټولنې او د امريکا متحده آيالاتو په تېر وخت کې يوه بې ساري همکاري رامنځ ته کړې وه، چې په ګډو ارزښتونو لکه دموکراسي، آزادي،‌ بشري حقونو، ټولنیز عدالت او آزاد اقتصاد باندې بنا ده. هغې وليکل چې «په داسې حال کې چې دنيا لا تغيير پيدا کوي او نوي چلنجونه او فرصتونه راځي، زموږ بيا ځلې همکاري به ډېر ستر اهميت ولري.»

د برکزيټ تجارتي تړون له پاره يې پايلې

د بريتانيا صدراعظم، باريس جونسن، د بايدن او هاريس ټاکنه د «تاريخي برياليتوب» په صفت وستايله. هغه په تويتر کې وليکل چې «د امريکا متحده آيالات زموږ تر ټولو مهم متحد دی.» په بريتانيا کې کتونکي په دې نظر دي چې دغه ټاکنه ښايي د بريتانيا او اروپايي ټولنې تر منځ د برکزيټ يوه تجارتي تړون ته هم فايده ولري. بايدن له اروپايي ټولنې سره خواخوږي لري، په داسې حال کې چې ترمپ غوښتل له بريتانيا سره د ډېر عا‌يد يو تجارتي تړون لاسليک کړي.

د فرانسې ولسمشر، امانويل ماکرون، په تويتر کې وليکل: »موږ ډېر کار په مخ کې لرو څو نننيو ننګونو ته اوږه ورکړو. راځئ چې همکاري وکړو!»

د پولنډ ولسمشر، اندرې دودا، بايدن ته يوازې «د ولسمشرۍ د بريالي‌ کمپاين»‌ مبارکي ورکړه. هغه په تويتر کې ليکلي دي چې اوس بايد د انتخاباتو د پلاوي له خوا د ولسمشر نومونې ته انتظار وشي. په پولنډ‌ کې ترمپ نسبتا ډېر محبوبيت لري. هغه دغه هېواد ته څو ځلې سفرونه کړي او د نورو ژمنو تر څنګ يې په پولنډ کې د متحده آيالاتو د ځواکونو د ډېرولو وعده هم ورکړې ده.

kle/ack/ن ص/ ق ن