1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

امريکا له بې وزلو هيوادونو سره د کرونا واکسين مرسته کوي

۱۴۰۰ خرداد ۲۰, پنجشنبه

امریکا متحده ایالات غواړي چي د نړۍ له ځينو بې وزلو هیوادونو سره د کرونا ضد نیم ميليارد دوزه واکسین مرسته وکړي. ولسمشر بایدن دا يو تاريخي اقدام بللی دی.

https://p.dw.com/p/3ugKK
Deutschland Corona Impfstart Essen
انځور: Rupert Oberhäuser/picture alliance

د سپیني ماڼۍ په حواله د فایزر بایونتیک واکسین به هغو ۹۲ بې وزلو او د افریقايي ټولني هیوادونو ته ورکړل سي چي د عاید اوسطه کچه یې ډیره کمه او یا هم متوسطه وي.

ویل کیږي چي ۲۰۰ میلیونه دوزه به د روان کال تر پایه او پاته ۳۰۰ میلیون دوزه به د ۲۰۲۲م کال د جون تر میاشتي پوري نوموړو هیوادونو ته ولیږدول سي.

د سپیني ماڼۍ په حواله به د امریکا متحده ایالاتو ولسمشر جو بایدن نن پنجشنبه (د جون ۱۰ مه)  دغه »تاریخي« اقدام اعلان کړي او د نړۍ له نورو دیموکراتانو څخه به وغواړي چي د ډاډمنو واکسینونو په استولو سره دي د ټولۍ نړۍ ملاتړ وکړي.

بایدن اوس د انګلستان په کورنوال کي دی چيري چي نن پنجشنبه د بریتانيا له صدراعظم بوریس جانسن سره یې یوه لیدنه کتنه پلان سوې ده.

نوموړی به هلته له جمعې څخه تر یکشنبه پوري د اوو صنعتي هیوادونو د دولتي او حکومتي مشرانو په سرمشریزه کي برخه واخلي.

GP/NZ/AG