امریکايي قواوو د کندهار نظامي اډه ملي اردو ته وسپارله
۱۴۰۰ اردیبهشت ۲۵, شنبهد افغانستان څخه د خارجي قواوو د وتلو په ادامه د کندهار دهوايي میدان نظامي قرارګاه، چي یو وخت په افغانستان کي د امریکايي قواوو دوهمه لویه قرارګاه وه، وتلي او هغه یې ملي اردو ته سپارلې ده.
د افغانستان د دفاع د وزارت معاون، فواد امان ډویچه ویله ته وویل، د ملي اردو عسکر به پسله دې ددغي اډې څخه د ترهګرۍ پرضد مبارزې په لار کي استفاده وکړي.
د افغانستان د دفاع وزارت وايي، د افغانستان امنیتي قواوو ته د خارجي قواوو څخه د نظامي اډو او کمپونو د سپارلو پروسه جریان لري.
تر اوسه پوري ناټو او امریکايي قواوو د کندهار، کابل، هلمند او بلخ په ولایتونو کي یوه نظامي قرارګاه او درې کمپونه افغان امنیتي قواوو ته سپارلي دي.
د افغانستان څخه د بین المللي قواوو د وتلو پروسه دهمدې می میاشتي د اولي څخه پیل او په نظر کي دي، چي د همدې عیسوي کال تر سپټمبر میاشتي پوري تکمیل سي.
آ./م.ق./ا.ا.