1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

امريکا په عراق کې د خپل سفارت تړلو ګواښ وکړ

۱۳۹۹ مهر ۶, یکشنبه

د امريکا متحده ايالت عراق کي پر خپلو تاسيساتو د تقریباً ورځنیو حملو څخه شکايت کوي. اوس يې د عراق حکومت ته، د ایران پلوه ځواکونو سره د مبارزې له پاره ضرب الاجل ټاکلی دی.

https://p.dw.com/p/3j4JZ
U.S. Army | World Photography Day | Irak
انځور: picture-alliance/dpa/US Army/Cover Images/Spc. Derek Mustard

د فرانسې خبري آژانس د يکشنبې په ورځ (د سپتمبر ۲۷مه) له بغداد څخه په خپل رپوټ کې ليکلي چې امریکا په بغداد کې پر خپل سفارت او په عراق کې پر امريکايي تاسيساتو د ايران پلوه ځواکونو د توغندیزو حملو له ادامې څخه سخت په غوصه او ناراضه دی.

د امريکا د بهرنيو چارو وزير، مايک پمپيو، تیره اوونۍ د عراق له ولسمشر، برهم صالح سره په خبرو کې د هغه حکومت ته وخت وټاکه چې يا دې د امريکا پر سفارت او تاسیساتو د توغندويزو بريدونو لړۍ مخنيوی وکړي او يا به امريکا له دغه هیواد څخه خپل ځواکونه وباسي او سفارتخانه به يې وتړي.

د پمپيو له خوا عراق ته د ضرب الاجل د ټاکلو خبره، د عراقي حکومتي چارواکو او د بهرنيو مسئولانو له خوا د فرانسې خبرې آژانس ته رسيدلې ده.

يوه عراقي چارواکي د فرانسې خبري آژانس ته ويلي دي: «امريکايان يوازې په غوصه نه دي. هغوی ډیر ډير ډير په غوصه دي.»

USA | Mike Pompeo | Israel Siedlungsbau legal
د امريکا د بهرنيو چارو وزير، مايک پمپئوانځور: picture-alliance/dpa/AP Photo/A. Harnik

امريکا متحده ايالات په عراق کې په سلونو ديپلوماتان او شاوخوا ۳۰۰۰ سرتيري لري چې د دغه هیواد په درو پوځي اډو کې مستقر دي.

د فرانسې خبري آژانس زياتوي چې له ۲۰۱۹م کال راهيسې په عراق کې د امريکا پر سفارت او تاسيساتو باندې په لسونو توغندي توغول شوي دي. امريکا او د عراق حکومت د ايران له ملاتړ څخه برخمن ځواکونه لکه کتائب حزب الله، د دغو بريدونو مسئول بولي.

که څه هم د پمپيو ګواښ د یو خبرداري په حد کې دی، خو که چیرته امريکا له عراقه د خپلو ځواکونو ایستلو او د سفارت تړلو ته مجبوره شي، په هغه صورت کې به د عراق امنيتي وضعيت لا پسې خراب شي. په داسې حالت کې به افراطي ځواکونه له عراق څخه د امریکايي ځواکونو وتل د خپلې بريا نښه بولي چې دا به د هغوی د لا تقویت سبب وګرځي.

عراق له مودو راهیسې په خپله خاوره کې د امريکايي او د ایران ملاتړ لرونکو ځواکونو د مخامخ جګړو څخه خبره کوي. وروسته له هغې چې په ۲۰۱۸م کال کې متحده ايالات د ایران له اټومي پروګرام څخه ووت، د دغو جنجالونو لمن پراخه شوې ده.

دویچه وله ف/م.ک.ص./ا.ا.