1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
تروريزمآسیا

وسله والو کويټې ته څېرمه ۱۱ تنه وژلي

۱۳۹۹ دی ۱۴, یکشنبه

وسله والو په شيعه اقليت پورې په مربوطو هزاره کان کيندونکو باندې ډزې کړې دي چې ۱۱ تنه يې ورڅخه وژلي دي. يوه پاکستاني چارواکي ويلي چې دغه کسان تر مخه په هدفمن ډول تښتول شوي ول.

https://p.dw.com/p/3nSzL
Pakistan Mindestens zehn Tote bei Bombenanschlag in Moschee Quetta
انځور: picture-alliance/AP Photo/A. Butt

معظم علي جتويي، چې د لېويز ځواک په نوم د پوليسو او نيمه پوځي ځواکونو يو چارواکی دی، وويل چې دغه بريد د مچهـ په نوم د سکرو کان سره څېرمه شوی دی چې د کويټې ښار څخه ۴۸ کيلومتره لېرې پروت دی.

جتويي دا هم وويل چې وسله والو دغه کان کيندونکي غرو ته انتقال کړي وو او هلته يې ورباندې ډزې وکړې. د هغه په خبره شپږ تنه کان کيندونکي سمدلاسه مړه شول او پنځه تنه نور چې سخت ټپونه وراوښتي ول، روغتون ته په لاره مړه شوي دي. د جتويي په خبره لومړنيو پلټنو ښودلې چې بريد کوونکي يوازې د شيعه هزاره اقليت غړي د وژلو له پاره د ځانه سره بيولي دي او نورو کسانو ته يې ضرر نه دی اړولی.

د بريد مسئوليت سمدلاسه کومې ډلې نه دی منلی، خو په تېرو وختونو کې منع کړل شوي د لشکر جنګوي افراطي ډلې په بلوچستان کې هزاره اقليت په نښه کړی وو. ځايي تلويزيوني چېنلونو د امنيتي ځواکونو انځورونه ښودلي دي چې پکې لیدل کیږي چې دوی يوه غرنۍ سيمه تړلې او د مړو د لېږدولو له پاره ابمولانسونه ورغلي دي. پاکستاني امنيتي ځواکونو په ياده غرنۍ سيمه کې په بريدکوونکو پسې لټون هم شروع کړی دی.

AP/ن ص/ خ ح