1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

UNHCR: له افغانستانه د وتلو پر وخت خطرونه مخ په زیاتیدو دي

۱۴۰۰ آذر ۱۱, پنجشنبه

د مهاجرو په چارو کې د ملګرو ملتونو سازمان عالي کمشنرۍ (UNHCR) په حواله له افغانستان څخه وتل مخ په زیاتیدونکي ډول له خطرونو سره مل وي. واک ته د طالبانو له رسیدو راهیسي ډیری افغانان په تیره بیا ایران او پاکستان ته تښتي.

https://p.dw.com/p/43jNj
Pakistan Flüchtlinge aus Afghanistan
انځور: Reuters/F. Aziz

نوموړي سازمان د چارشنبې په ورځ په کابل کي وویل چې له سرحد څخه گاونډیو هیوادونو پاکستان او ایران ته اوښتل یوازي د قانوني ویزې په لرلو سره امکان لري. په دې منځ کې له تاجکستان او ازبکستان سره هم سرحدونه تړلي دي. له دې کبله هغو پناه غوښتونکو ته چې غواړي افغانستان پریږدي، سخت خطر متوجه دی. په ځینو مواردو کي یې حتی ژوند هم په خطر کې وي.

د اگست په نیمایي کې قدرت ته د طالبانو تر رسیدو وروسته په زرونو کسان هڅه کوي پرته له قانوني ویزې او یا هم پاسپورت څخه گاونډیو هیوادونو ته ولاړ سي.

ډیری کسان د طالبانو له خوا له غچ اخیستلو څخه په بیره کي دي. د مهاجرو په چارو کې د ملګرو ملتونو سازمان عالي کمشنرۍ (UNHCR) په حواله ډیریو هغو افغانانو چې په قاچاقي ډول ایران ته تللي، له سختو فشارونو، وهلو او یا هم شکنجو څخه رپوټونه ورکړي دي. په تیره بیا ښځي او نجوني له سختو گواښونو سره مخامخي دي.

د نوموړي سازمان په حواله په حقیقت کي په نړیواله سطحه ډیری انسانان چې تیښتي ته اړ سوي، د سفر کولو لازم اسناد نه لري. ټول هیوادونه دا حق لري چي خپل سرحدونه تنظیم کړي، خو د هغو کسانو له پاره چې ژوند یې په خطر کې وي، باید استثناوي په نظر کي ونیسي.

په رسمي ډول د هغو افغانانو دقیق شمیر نه دی معلوم چې واک ته د طالبانو تر رسیدو راهیسي یې خپل ټاټوبی پرې ایښی دی.د هغوی ډیره برخه ښایي ایران ته تښتیدلې وي.

د مهاجرو په چارو کې د ملګرو ملتونو سازمان عالي کمشنرۍ (UNHCR) په حواله، چارواکو په غیر رسمي ډول څرگنده کړې چي د روان کال له پیل راهیسي ایران ته د نوو راغلو مهاجرو شمیر د ۱۰۰ زرو څخه تر ۳۰۰ زرو پوري رسیږي. په پاکستان کي بیا د اگست له نيمايي راهیسي  شاوخوا ۳۵ زره نوو راغلو افغانانو د مهاجرو په چارو کې د ملګرو ملتونو سازمان عالي کمشنرۍ ته مراجعه کړې ده. 

GP/BS/AG