یوناما: د افغانستان په محبسونو کي د بندیانو شکنجه دوام لري
۱۳۹۹ بهمن ۱۵, چهارشنبهدغه ګډ رپوټ چي نن چهارشنبه (د فبرورۍ دریمه) خپور سوی دی، د افغانستان په محبسونو کي د هغو سلهاوو بندیانو د اظهاراتو پر بنأ جوړ سوی چي د ترهګرۍ یا امنیتي مسایلو سره په ارتباط جرمونو کي نیول سوي او بندیان دي.
د رپوټ پر اساس خصوصأ د افغان پولیسو او امنیتي قواوو له خوا ساتل کيدونکو محبسونو کي بندیان ډیر شکنجه کیږي، خو بیا د استخباراتي ادارې له خوا کنټرولیدونکو محبسونو کي نسبتأ لږ شکنجه موجوده ده.
د پوښتل سوو بندیانو تقریبأ دریمي حصې یې «په صادقانه ډول سره د شکنجې او بدرفتارۍ اظهار کړی دی.» د هغوی په دغو تورونو کي وهل ټکول، برقي شوک ورکول، خوب ته نه پریښول او حتی جنسي تجاوز شامل دي.
سربیره پر دې کابو هیڅ بندي ته د هغه له حق څخه معلومات نه دی ورکول سوی. په رپوټ کې همدا راز ويل سوي، چي تورنو کسانو ته تر تحقیقاتو دمخه په اکثريت مواردو کي هیڅ وخت د مدافع وکیل سره د لیدلو زمینه نه ده مساعده سوې. د رپوټ پر اساس بندي کوچنیانو هم شکنجه او تشدد مشاهده کړی دی.
خو په عین حال کي بیا یوناما د ۲۰۱۷ او ۲۰۱۸ کلونو په مقایسه د شکنجې د تورونو یو لږ څه کموالی تشخیص کړی دی، یعني دا چي شکنجه د ۳۱،۹ فیصده څخه ۳۰،۳ فیصدو ته راکښته سوې ده.
یوناما د دې دلیل د افغانستان د حکومت هغه کوښښونه بولي، چي غواړي په محبسونو کي د شکنجې مخنیوی وکړي.
دا هم په داسي حال کي ده، چي د بشري حقونو سازمانونو له ډیري مودې راهیسي د افغانستان په محبسونو کي خرابو شرایطو ته توجه رااړولې ده. په محبسونو کي د نظافت پر نه مراعتولو باندي هم اکثرأ ډیر انتقادونو کيږي.