1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
غذايي مصئونيتآسیا

م. م: د ایران جګړه میلیونونه نور د لوږې له ګواښ سره مخ کوي

احمد حکيمي l د فرانسې خبري اژانس
۱۴۰۵ خرداد ۱۷, یکشنبه

ملګرو ملتونو خبرداری ورکړی چې د ایران جګړې او د انرژۍ لوړو بیو په افغانستان، سومالیا او سریلانکا کې میلیونونه نور کسان د خوړو له سخت کمښت سره مخ کړي دي. په ورته وخت کې د ملګرو ملتونو د مرستو د کمښت اندېښنې هم زیاتې شوي.

https://p.dw.com/p/5Exiq
ملګري ملتونه وايي چې د ایران جګړې په نړیواله سطحه د توکو بیې لوړې کړي چې د بې وزلو له پاره دا د خوړو د کمښت په معنی دي.
ملګرو ملتونو ویلی چې ایران جګړې په افغانستان، سومالیا او سریلانکا کې میلیونونه نور کسان د خوړو له شدید کمښت سره مخ کړي.انځور: Sanaullah Seiam/Xinhua/picture alliance

د ملګرو ملتونو د خوړو نړیوال پروګرام یا (WFP) ویلي چې د ایران د جګړې له امله میلیونونه کسان د سختې لوږې پر لور ټېل وهل کېږي، او خبرداری یې ورکړی دی چې که جګړه نوره هم پراخه شي او د نفتو بیې لوړې پاتې شي، وضعیت به لا پسې خراب او میلیونونه نور کسان به هم د خوړو له شدید کمښت سره مخامخ شي.

د خوړو نړیوال پروګرام ویلي چې د ایران جګړې له پیل وروسته په درېیو زیان منونکو هېوادونو کې یې ترسره شوې ارزونه ښيي چې په سومالیا کې ۲.۵ میلیونه، په افغانستان کې ۲.۳ میلیونه او په سریلانکا کې ۱.۳ میلیونه نور کسان د خپلو لومړنیو خوړو اړتیاوو د پوره کولو لپاره له ستونزو سره مخ دي.

د روان کال په مارچ میاشت کې، د خوړو نړیوال پروګرام وړاندوینه کړې وه چې د جون تر پایه به ۴۵ میلیونه نور کسان د خوړو له ناامنۍ سره مخ شي. دا شمېر د هغو ۳۱۸ میلیونو کسانو سربیره دی چې لا دمخه په نړۍ کې د خوړو له نا امنۍ سره مخامخ دي.

د خوړو نړیوال پروګرام سرپرست اجرائیه مشر کارل سکاو، خبریالانو ته وویل: «موږ لا هم پر همدې وړاندوینې ولاړ یو. اصلي دلیل یې دا دی چې په ډېرو سیمو کې د انرژۍ او خوړو د بیو ترمنځ اړیکه ډېره نږدې ده. همدارنګه په بېوزلو هېوادونو کې خلک لا له وړاندې خپله ټوله بودیجه پر خوړو لګوي، نو کله چې د خوړو بیې لوړې شي، هغوی لږ خواړه خوري.»

د خوړو نړیوال پروګرام په خپل هغه راپور کې چې د جون پر څلورمې یعنې پنجشنبې ورځې په ناوخته خپور شو، ویلي چې موندنې یې ښيي د منځني ختیځ بحران «پراخې اغېزې» لرلي دي، په ځانګړې توګه د خوړو او سون توکو د بیو پر لوړوالي او د سوداګرۍ پر بهیر یې منفي اغېز کړی دی.

ملګري ملتونه د لوږې د پراخیدو سره هم مهاله ملګرو ملتونو ته د مرستو د رسیدو کمښت هم اندیښمن کړي دي.
ملګري ملتونه د لوږې د پراخیدو سره هم مهاله ملګرو ملتونو ته د مرستو د رسیدو کمښت هم اندیښمن کړي دي. انځور: Mohammad Jan Aria/ Xinhua/picture alliance

د ایټالیا د روم ښار مېشتې دې ادارې ویلي چې په ځانګړې توګه په هغو هېوادونو کې چې لا له وړاندې زیان منونکي دي، دغه عوامل یو له بل سره یوځای کېږي او په چټکۍ سره د خوړو خوندیتوب او د خلکو د ژوند پر شرایطو اغېز کوي.

د ملګرو ملتونو د خوړو نړیوال پروګرام زیاته کړې: «تمه کېږي چې دغه اغېزې په راتلونکو میاشتو کې لا زیاتې شي، حتی که د منځني ختیځ بحران هم راکم شي.»

کارل سکاو د خوړو د ناامنۍ له نورو نړیوالو کړکېچونو څخه هم یادونه وکړه، چې پکې سوډان، غزه، د لبنان سوېل، یمن او هایټي هیوادونو کې بحرانونه شامل دي.

په ورته وخت کې د خوړو نړیوال پروګرام د بودیجې د کمښت له امله اړ شوی چې میلیونونو اړمنو کسانو ته خپلې مرستې محدودې کړي. سکاو له مرستندویانو وغوښتل چې په ځانګړې توګه د سومالیا او افغانستان لپاره خپلې مرستې زیاتې کړي، ځکه چې د ده په وینا «که ډېر څه ونه شي، بشري پایلې به یې ډېرې درنې وي.»