1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

زیلنسکي: د جګړې ډګر به راتلونکی وټاکي

۱۴۰۱ خرداد ۲۱, شنبه

د اوکراین ولسمشر ولودیمیر زیلنسکي یو وار بیا ټينګار کړی چې لویدیځ دې ورته د وسلو سپارلو بهیر ګړندی کړي. د زیلنسکي سلاکار وویل چې له لویدیځ څخه د ترلاسه کړو توپخانو په مرسته یي یوازې په یوه ورځ کې ۶۰۰ روسي سرتیري وژلي.

https://p.dw.com/p/4CZBN
Standbild aus der DW TV News Sendung Zelenskyy accuses Russia of genocide in hospital bombing
انځور: Office of the President of Ukraine (via AP)

اوکراین د لومړي ځل له پاره په تیرو درو میاشتو کې د خپلو تلفاتو رپوټ ورکړی دی.  د زیلنسکي سلاکار آلکسی آرستویچ، ویلي دي چې د دولتي شمیرو له مخې د فیبرورۍ میاشتې په ۲۴ نیټه د جګړې د پيل راهیسې تر اوسه پورې شاوخوا ۱۰ زره اوکرایني سرتیري وژل شوي دي. د آرستویچ په وینا، د روسي ځواکونو تلفات تر اوکرایني عسکرو ډیر دي.

هغه وویل چې د جمعې (د جون میاشتې ۱۰ نیټه) په ورځ د لویدیځ له مهماتو څخه په استفادې د اوکراین توبخانه یي بریدونه ډیر بریالي ول او اټکل کیږي چې په ترڅ کې یې ۶۰۰ تنه روسي سرتیري وژل شوي دي. هغه شمیرې چې دغه اوکراینې چارواکي وړاندې کړي دي په خپلواک ډول نه شي تائیدیدلی.

آرستویچ همدارنګه ویلي دي، بی د لویدیځ له مرستې ممکن د اوکراین دولت د دنیپرو د رودخانې له پورې غاړې څخه په شا تمبول شوی وای. نوموړي ټینګار وکړ چې د روسیې د تیري سره د مقابلې له پاره اوکراین لا زیاتو قوي توپخانو ته اړتیا لري.

"روسیه غواړي د دونباس ټول ښارونه ویجاړ کړي"

زیلنسکي په خپله ورځنۍ ویډیوي وینا کې وویل چې اوکراین د بیارغونې له پاره تیاری نیسي، خو اوسنۍ سختې جګړې به دا پریکړه ونیسي چې کله د بیارغونې وخت را رسیږي. زیلنسکي ټینګار وکړ چې راتلونکی د جګړې په ډګر کې تعینیږي.

زیلنسکي وویل چې روسیه غواړي د دونباس ټول ښارونه لکه ماریوپول نابود کړي. هغه ټینګار وکړ چې د اوکراین ښارونه چې یو وخت به له خوښیو او خوشبختیو ډک ول، اوس په کې د اورلګیدنو تور داغونه او د چاودنو نښې او آثار باقي پاتې دي او دا هغه څه دي چې روسیه یې خپلو ګاونډیانو، اروپا او نړۍ ته ورکولی شي.

د ماریوپول ښاروال: روسان له وژل شوو کسانو سره کورونه تخریبوي

د ماریوپول ښاروال ودایم بویچنکو پر روسي ځواکونو تور لګولی دی چې د ماریوپول د ودانیو اپارتمانونه یي بی له دې چې د اوسیدونکو اجساد یې ارزیابي کړي ویجاړ کړي دي.

د ماریوپول ښاروال ویلي دي چې په دې بندري ښار کې ۱۳۰۰ ساختمانونه ویجاړ کړای شوي دي او ګومان کیږي چې د هرې څو پوړیزې ودانۍ لاندې له ۵۰ تر ۱۰۰ تنو پورې خپل ژوند له لاسه ورکړی وي.

اوکرایني چارواکو ویلي دي چې په ماریوپول کې شاوخوا ۲۰ زره کسان وژل شوي دي. خو دغه ارقام په مستقل ډول نه شي تائيدیدلی.

په اشغالي سیمو کې د روسي پاسپورتونو ویش

روسیې د اوکراین د اشغال شوو سیمو د الحاق هڅې هم جاري ساتلي دي. ټاکل شوې ده چې نن له شنبې (د جون میاشتې ۱۱ نیټه) ورځې څخه د روسي ځواکونو تر کنترول لاندې د زاپوریژیا سیمې په ځینو برخو کې خلکو ته روسي پاسپورتونه هم وویشل شي. د روسي ځواکونو یوه چارواکي د «راسیا ۲۴» تلویزوني شبکې ته ویلي دي چې تر اوسه پورې له ۷۰ زرو ډیرو کسانو د پاسپورتونو ترلاسه کولو له پاره غوښتنلیکونه ور کړي دي.

د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین د می په میاشت کې امر وکړ چې په اشغال شوو سیمو کې دې د پاسپورتونو د ورکړې بهیر ساده کړای شي. روسیې د اشغال شوو سیمو اوسیدونکو ته د پاسپورتونو د ورکړې ترڅنګ د راکړې ورکړې له پاره په دغو سیمو کې د روسیې پولي واحد «روبل» رایج کړی دی.

اوکرایني چارواکو د روسیې پر »اشغالګرو ځواکونو« تور لګولی دی چې خلک په زوره د روسي تابعیت اخیستلو ته مجبوره کوي او له روسیې سره د خپلې خاورې د اشغال شوو سیمو د الحاق ویره لري.

د زیلنسکي د مشاور آرستویج په وینا یو روسی جنرال چې ټاکل شوې وه له روسيې سره د اوکراین د اشغال شوو سیمو د یوځای کیدو په اړه ټولپوښتنه ترسره کړي، د خرسون په اشغالي سیمه کې وژل شوی دی.

آژانسونه: ش.ن/ ا. و.ا