1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
سياستروسیه

بایډن: امریکا اوکراین ته اف ۱۶ جنګي الوتکې نه ورکوي

۱۴۰۱ بهمن ۱۱, سه‌شنبه

د امریکا متحده ایالاتو ولسمشر جو بایډن اوکراین ته د اف ۱۶ جنګي جټ الوتکو لیږدولو مسئلې ته منفي ځواب ورکړی دی. مخکې تر دې امریکا او څو نورو هیوادونو اوکراین ته د جنګي ټانکونو ورکولو ژمنه کړې ده.

https://p.dw.com/p/4MvGd
F-16 Kampfjet der U.S. Air Force
انځور: Sgt. Joseph Swafford/abaca/picture alliance

په داسې یو وخت کې چې د روسيې د تیري پر وړاندې د اوکراین جګړه روانه ده، امریکا متحده ایالاتو ویلي دي چې اوکراین ته اف ۱۶ جنګي جټ الوتکې نه ورکوي.

د امریکا ولسشمر جو بایډن د یوه خبریال دې پوښتنې ته چې آیا امریکا به اوکراین ته جنګي الوتکې ورکړي او که نه، په ډیرې سادګۍ سره ځواب ورکړ چې «نه».

په اوکراین کې د لویدیځ ټانکونو ویجاړولو له پاره نغدي انعامونه

خو د دې برعکس بیا د فرانسې ولسمشر امانویل ماکرون اوکراین ته د لازیاتو وسلو استولو ته لیواله دی. نوموړي په دنهاک کې د ليدنې کتنې پر مهال وویل: «په اصولو کې هیڅ شی منع نه دی» خو ماکرون په عین وخت کې زیاته کړه چې اوکراین ته د جنګي الوتکو ورکولو په برخه کې باید هغه عوامل په پام کې ونیول شي چې د شخړې د زیاتیدو سبب نه شي او دا ډاډ ترلاسه کړای شي چې دغه الوتکې د «روسیې خاورې سره نه په تماس کې کیږي».

ماکرون دغه څرګندونې پاریس ته د اوکراین د دفاع وزیر تر سفر مخکې کړې دي. د اوکراین د دفاع وزیر د سه شنبې په ورځ له فرانسوي چارواکو سره د خبرو اترو له پاره پاریس ته سفر کوي.

د پولنډ لومړي وزیر ماتیوس موراویتسکي، هم اشاره کړې ده چې اوکراین ته د جنګي الوتکو ورکول کیدو سره مخالف نه دی، خو ویلي یې دي چې دا کار باید د ناټو غړو هیوادونو سره په بشپړې همغږۍ کې صورت ونیسي.

فرانسه ولې اوکراین ته خپل ټانکونه نه ورکوي؟

شاوخوا یوه اونۍ مخکې څو هیوادونو اوکراین ته د ټانکونو د ورکولو ژمنه وکړه، څو له دغه هیواد سره د روسیې د تعرض د دفاع په برخه کې مرسته وکړي. د اوکراین رهبري په تکراري ډول د دغو ټانکونو د ورسپارل کیدو غوښتنه کړې ده.

د نورو ترڅنګ المان له خپلو ذخایرو او همدارنګه د خپلو متحدو هیوادونو په وسیله د لیوپارد ۲ ټانکونو استول تائید کړي دي.

په المان کې د اوکراین سفیر اولکسي ماکیف، د دوشنبې په ورځ دویچه ویله ته وویل چې کیف المان ته د جنګي الوتکو استولو رسمي غوښتنه نه ده سپارلې، که څه هم په کیف کې یو شمیر اشخاص د جنګي الوتکو غوښتونکي دي.

آژانسونه: ش.ن/ ب.ص