امریکا او اوکراین د جګړې د پای پر لارو چارو خبرې پیلوي
۱۴۰۴ آذر ۱, شنبه
د امریکا متحده ایالاتو ولسمشر دونالد ترمپ په اوکراین کې د نژدې ۴ کلنې جګړې د پای ته رسولو په موخه کیف ته یو ۲۸ ماده ایز پلان استولی او د هغه د تائید له پاره ېې ورته له ېوې اونۍ لږ وخت ورکړی دی.
په دغه پلان کې اوکراین له خوا روسیې ته د یو لړ امتیازونو ورکړه هم شامله ده چې په هغو کې روسیې ته د اوکراین د ځينو برخو پرېښودل، د اوکرایني ځواکونو شاتګ او د ناټو سازمان له غړيتوبه د اوکراین تېرېدل شامل دي.
سویس کې پر څه خبرې کيږي؟
رستم عمروف چې د سویس په مذاکراتو کې د اوکراين په ټيم کې دی، پر ټولنیزې شبکې لیکلي: «موږ د راتلونکې سولې د احتمالي پارامترونو د توافق په هکله په راروانو ورځو کې په سویس کې د اوکراین او امریکا متحده ایالاتونو د لوړپوړو چارواکو ترمنځ د سلا مشورو پيلولو په حال کې یو.»
عمروف چې مخکې د اوکراین دفاع وزیر او اوس د امنیت شورا مشر دی، په دې هکله زیاته کړې: «دا په وروستیو ورځو کې د روانو خبرو اترو یو بل پړاو دی چې اصلي هدف ېې د راتلونکو پړاونو له پاره زموږ د نظرونو همغږي کول دي.»
عمروف تر دې وړاندې په ترکیه کې د اوکراین او روسیې تر منځ د څو پړاو خبرو اترو مشري هم کړې ده، خو یادو خبرو اترو کومې پایلې نه درلودې.
د اوکراین د ولسمشرۍ ماڼۍ د یو فرمان پر اساس، ولسمشر ولودیمیر زیلنسکي دا ځل خپل ستر سلاکار اندري یرماک د اوکرایني ټيم د مشر په توګه ټاکلی دی.
کیف: روسي پلاوي هم په مذاکراتو کې شامل دي
په دغه فرمان کې راغلي چې په دغو مذاکراتو کې به «د روسیې فدراسیون پلاوي» هم شامل وي، خو دا چې روسیه به پکې ګډون وکړي او که نه، د فرانسې خبري آژانس وايي چې روسیه ورته په سملاسي توګه د دغې پوښتنې ځواب نه دی ورکړی.
د ترمپ طرحه وړاندوینه کوي چې د اوکراین هغه سیمې چې د روسیې تر کنټرول لاندې دي د مسکو د «دي فکتو» سیمو په توګه په رسمیت وپېژندل شي او همدارنګه کیف به د دونیڅک سیمې له ځینو برخو خپل ځواکونه وباسي.
اوکراین به همدارنګه د خپل پوځ شمېر تر ۶۰۰زرو پورې محدودوي، د ناټو د غړیتوب غوښتنه ېې رد او د ناټو هېڅ عسکر به ېې په خاوره کې نه مستقر کیږي.
زیلنسکي: اوکراین تر ټولو سختې شېبې سره مخ دی
زیلنسکي ولس ته په یوه وینا کې وویل چې اوکراین د خپل تاریخ له یوې تر ټولو ننګوونکې شېبې سره مخ دی. هغه زیاته کړه چې د ترمپ پلان له پاره به بدیل پروپوزل وړاندې کړي. زیلنسکي وویل: «پر اوکراین باندې فشار په خپل ډول کې یو د تر ټولو سختو هغو څخه دی. اوکراین ښايی له یو ډېر سخت انتخاب سره مخ شي: د وقار له لاسه ورکول او یا هم د یو کلیدي ملګري له لاسه ورکول،» چې اشاره ېې د واشنګټن د همکاریو احتمالي قطع کول و.
له آرشیف څخه: