1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

جنګي ویډیو ګیمونه: د جعلي خبرونو یوه سرچينه

۱۴۰۱ دی ۱۸, یکشنبه

د یوې مودې راهیسې هغو ویډیو ګیمونو یا ویډیوي لوبو چې د جګړې صحنې او وضعیت په کې انځور شوی وي، د جعلي خبرونو د خپرولو په برخه کې مهم رول لوبولی دی. په ظاهره کې دا لوبې د ريښتینې صحنو په څیر معلومیږي، خو داسې نه وي.

https://p.dw.com/p/4Lrz1
Taipei Game Show at Nangang Exhibition Center in Taipei, Taiwan - 28 Jan 2021
آرشیف انځورانځور: Walid Berrazeg/Zumapress/picture alliance

پوځي قطعات په سوزیدلو سړکونه روان دي، توغندي جنګي الوتکې را نسکوروي، ډرونونه ټانکونه په نښه کوي. دا ټول ډراماتیکې صحنې په ظاهره کې د جګړې د کوم میدان اصل منظر ښکاره کوي، خو دا د ویډیوګیمونو هغه کلیپونه دي چې د جګړې پورې اړوند د جعلي خبرونو د خپریدو سبب کیږي.

د جنګي موضوع لرونکې ویډیویې لوبه Arma 3 د دې له پاره چې تاسې ته اصل معلوم شي معمولاً پر خپل سکرین «بریکینګ نیوز» یا بیړني خبرونه په ژوندۍ بڼه ښکاره کوي او له همدې امله له دې ګیمونو څخه یو شمیر اخیستل شوي کلیپونه په ټولنیزو رسنیو کې د جنګي خبرونو سره یوځای کارول کیږي. پر اوکراین د روسیې تر برید وروسته په تیرو څو میاشتو کې څو څو ځله داسې ډیر شمیر کلیپونه پر ټولنیزو رسنیو خپاره شوي دي.

د کمپيوتري لوبو صنعت د بدلون په حال کې دی

دغه ګیمونه داسې حقیقي صحنې ښکاره کوي چې څو ځله خو حتی مختلفو نشریاتي ادارو د خبر په توګه خپاره کړي دي. کارپوهان وایي چې له دې څخه د دغو ګیمونو په وسیله د جعلي او غلطو معلوماتو د خپریدو کچه او اندازه معلومیدلی شي.

په براون پوهنتون کې د معلوماتو د څانګي مرستیال کلیري واردل په حواله د داسې پيښو په وار وار رامنځته کیدل د دې ښکارېندویې کوي چې خلک څومره په آسانۍ سره تیر ایستل کیدالی شي.

نوموړي زیاته کړه: «د ویډیو ګیمونو صحنې چې هرڅومره حقیقت نه نږدې کیږي، په یوه نظر له لیدلو سره داسې معلومیږي چې حقیقي دي. په داسې حالاتو کې باید خلک پوه شي چې د داسې یوه انځور د ريښتینولې تاید باید له کوم ځایه وشي، د میتادیتا په شمول، څو د داسې انځورونو د خپریدو تیروتنه ونه شي، په ځانګړي توګه د نشریاتي ادارو له خوا.»

Arma 3 د چک جمهوریت ډویلپرانو جوړ کړی دی. د دې ګیم په هکله ادعا کیږي چې لوبیدونکي ته د جنګ میدان جوړولو او د پوځي تجهیزاتو په ظاهره کې حقیقي معلومیدونکو حالاتو کې د استعمالولو اجازه ورکوي.

د کمپيوټري ګيم نړيواله اتلولي چې جايزه يې درې ميليونه ډالره ده

یو شمیر هغه کسان چې دغه لوبه کوي عموماً په یوټیوب او د ټولنیزو رسنیو پر نورو پلیټ فارمونو د دې ګیم څو ساعته فوټیج له نورو سره شریکوي، خو کارپوهان وایي چې په آسانۍ سره د داسې فوټیجونو ترلاسه کیدل، د دې جعلي کارونې ته لاره هواروي.

په دې وروستیو کې د یو ویډیو کلیپ چې ورسره لیکل شوي وو «د اوکراین ځوابي برید» شیئر کړای شوی و. په دې کلیپ کې د ټانکونو یو قطار د توغندیز برید په وسیله د لمنځه وړل کیدو صحنه د حقیقي فوټیج په توګه شیئر کړای شوی و. او تر څنګ یي لیکل شوي وو «ناټو ځواکونه باید له اوکراین څخه روزنه ترلاسه کړي چې څنګه څوک جنګ کوي».

آژانسونه: ش.ن/ ا.و.ا