1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
روغتيااروپا

هغه ښکلول چې د بریتانیې د روغتیا وزیر د استعفا سبب شو

۱۴۰۰ تیر ۶, یکشنبه

د کرونا ویروس وبا سره د مقابلې په اړه د بریتانیې د روغتیا پر وزیر نیوکې د دغه هیواد په رسنیو کې کومه نوې خبره نه ده. د کرونایي بندیزونو سربیره د خپلې همکارې د ښکلولو پر مهال د هغه د انځورونو خپریدو نوموړی استعفا ته اړ کړ

https://p.dw.com/p/3vcyb
Matt Hancock | britischer Gesundheitsminister
انځور: Aaron Chown/empics/picture alliance

جنجال وروسته له هغې راپورته شو چې د بریتانیې د روغتیا وزیر مت هنکاک، او د دغه وزارت د یوې لوړپوړې چارواکې جینا کولاد انجلو انځورونه د «سان» په ورځپاڼه کې خپاره شول. هغه انځورونه چې دواړه په کې یو د بل ښکلولو پرمهال لیدل کیږي.

دغه انځورونه د مې په میاشت کې اخیستل شوي وو. یعنې دقیق هغه وخت چې ښاغلي هنکاک، په کښې د کرونا ویروس سره د مقابلې په خاطر د کرونایي محدودیتونو پر مراعاتولو ټينګار کړی وو، هغه محدودیتونه چې ظاهراً پخپله وزیر او همکارانو یې نه وو مراعات کړي.

د مت هنکاک او جینا کولاد انجلو د دوستۍ کیسه د اکسفورډ په پوهنتون کې د محصلۍ له دورې څخه پیل شوې ده. د بوریس جانسون په حکومت کې د روغتیا وزیر په توګه تر ټاکل کیدو وروسته هغه د کولاد انجلو پر دندې ګمارل کیدو لاس پورې کړی دی.

اوس د بریتانیې د حکومت انتقاد کوونکو د دې موضوع د پلټنې غوښتنه کړې ده. دا پوښتنه مطرح ده چې آیا د دې دواړو پخوانۍ اړیکې د روغتیا په وزارت کې د جینا کلود انجلو د استخدام سبب شوی دی او یا که د هغې تر ټاکل کیدو وروسته د دوی ترمنځ دا ډول یو ارتباط رامنځته شوی.

هنکاک د خپلې استعفا په اړه د ویډیو د خپریدو له امله د بریتانیي له خلکو او خپلې کورنۍ څخه بخښنه غوښتې ده او ټینګار یې کړی دی چې هرکله یو مسئول قانون یا مقررات وضع کوي، باید پخپله ورته ژمن اوسي او عمل پرې وکړي.

سربیره پر دې په بریتانوي رسنیو کې پر مت هنکاک، نورې نیوکې هم شوي دي. د هغو له جملې څخه یوه یي دا ده چې د نوموړي یو ملګری بی له دې چې له عفوني ناروغیو سره د مقابلې په برخه کې تخصص ولري، له کرونا ویروس سره د مقابلې له پاره د څو میلیونه پاونډه روغتیایي وسایلو د خریدارۍ مسئول ټاکل شوی دی.

دویچه ویله: ش.ن/ خ.ح