UBS بانک خپل لس زره کار ځایونه له منځه وړي
۱۳۹۱ آبان ۹, سهشنبهاعلان
یوه سویسي بانک چې د «یو بي ایس» په نامه یادیږي په راتلونکي کال کې خپل ۱۰ زره کار ځایونه له منځه وړي. دغه اعلان نوموړي بانک په زوریخ کې کړی دی. په پام کې ده چې په دې ترتیب سره به ۵،۴ میلیارده سویسي فرانک چې کابو څلورنیم میلیارده یورو کیږي وسپمول شي. د UBS بانک دا اطلاعات تائید کړي دي چې په حاظر وخت کې یې په ۵۷ هیوادونو کې ۶۳ زره کار کوونکي پر کار بوخت دي.