1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
سياستپاکستان

«عربي امارات په پاکستان کې ۱۰ ميليارده ډالره پانگونه کوي»

۱۴۰۳ خرداد ۴, جمعه

د پاکستان په وينا متحده عربي اماراتو په هغه هيواد کې په بېلابېلو برخو کې د ۱۰ ميلياردو ډالرو پانگونې ژمنه کړې ده. شهباز شريف ويلي دي چې پاکستان کچکول مات کړی دی.

https://p.dw.com/p/4gEqx
Abu Dhabis Kronprinz  Sheikh Mohamed bin Zayed Al Nahyan
د عرب اماراتو ولسمشر شيخ محمد بن زيد النهيانانځور: picture alliance/Photoshot

د پاکستان د لومړي وزير دفتر ويلي دي چې متحده عربي امارات به په پاکستان کې د معلوماتي ټيکنالوژۍ، بيا نوي کېدونکې انرژۍ او د سياحت په څانگو کې په ميلياردونو ډالره پانگونه وکړي. ويل شوي دي چې شيخ محمد بن زايد النهيان د متحده عربي اماراتو لخوا په ياد حجم په پاکستان کې د پانگونې ژمنه کړې ده.

په اعلاميه کې راغلي دي چې لومړي وزير، شهباز شريف د پنجشنبې په ورځ (۲۰۲۴ کال د می ۲۳ نېټه) په ابوظهبۍ کې له ولسمشر محمد بن زايد النهيان سره ملاقات وکړ. زیاته شوې ده چې په دغه ليدنه کې پر سياسي، اقتصادي، ټولنيزو او په دفاعي چارو کې پر همکاريو د نظر تبادله وشوه. د شريف سره د پاکستان يو شمېر نور لوړپوړي حکومتي کسان هم ملگري ول.

ويل شوي دي چې شهباز شريف په دغه ملاقات کې پر دې ټينگار وکړ چې د دواړو اړخونو تر منځ د نوې کيدونکي انرژۍ او سياحت سره تړلو څانگو کې شته همکاري لا پراخه کړل شي. د دې تر څنگ په دفاعي همکاريو هم هراړخيزه خبرې وشوې. شريف و النهيان ته بلنه ورکړې چې پاکستان ته ورشي. د پاکستان لومړی وزير په يوه ورځني سفر متحده عربي اماراتو ته ورغلی و. عربي اماراتو ته د شريف له سفر مخکې پاکستان او ايران هم د امنيتي او اقتصادي همکارۍ پر زیاتولو توافق کړی و.

Saudi-Arabien | Weltwirtschaftsforum in Riad - Shehbaz Sharif
لومړي وزير شهباز شريف ويلي چې پاکستان «کچکول مات کړی دی»انځور: Hamad I Mohammed/REUTERS

«قرض نه بلکي پانگونه غواړو»

د پاکستان د لومړي وزير شهباز شريف، د سفر په ترڅ کې هغه په متحده عربي اماراتو کې د نوي ټيکنالوژۍ د کمپنيانو په يو گردي ميز کې هم گډون کړی. شريف ويلي دي چې پاکستان له متحده عربي اماراتو څخه قرض نه غواړي، بلکي د مشترکو گټو لپاره يې په پاکستان کې د پانگونې هيله من دی.

شهباز شريف ويلي: «موږ د خپل اقتصاد د څرنگوالې د تغير کولو لپاره هلې ځلې کوو او ژمن يو چې په متحده عربي اماراتو کې موجود زموږ وروڼه به مرسته وکړي چې دغه تغير رامنځته شي. دا د مشترکو پروژو او د پوهې د تبادلې له لارې.»

شهباز شريف ويلي دي: «موږ کچکول مات کړی دی ولي چې د نړۍ قومونه په قرض نه بلکي د ورځې او شپې په زحمت کښلو د پرمختگ تر هدفونو رسېدلي دي، او موږ هم غواړو په دغسې لېوالتيا د ځان بسياينې هدف ته ورسيږو.»

له دې مخکې نړيوال وجهي صندوق پاکستان ته د يو مليارد ډالرړو د ورکړې هوکړه کړې وه.

د.و. اردو/ا.ا./ن.ز.