1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په متحده عربي اماراتو کې به نور شنبه او یکشنبه رسمي رخصتي وي

۱۴۰۰ آذر ۲۲, دوشنبه

د متحده عربي اماراتو حکومت په دې وروستیو کې د رسمي او رخصتیو ورځو د بدلون په هکله نوي تغیرات معرفي کړي دي چې له مخې به یې جمعه عادي ورځ وي او پر ځای به یې شنبه او یکشنبه عمومي رخصتي وي.

https://p.dw.com/p/44BUy
Vereinigte Arabische Emirate Dubai
انځور: Jürgen Effner/dpa/picture alliance

متحده عربي امارات په پام کې لري چې په نوي میلادي کال کې د رخصتیو او کاري ورځو په برخه کې تغیرات عملي کړي. د دغه هیواد حکومت غواړي چې د جمعې ورځ چې تر دې وړاندې په متحده عربي اماراتو کې عمومي رخصتي وه، لغوه او پر ځای یې د نورې نړۍ په څیر شنبه او یکشنبه عمومي رخصتي وګرځوي.

د خلیج ټایمز په نامه د متحده عربي اماراتو انګلیسي ژبې انترنتي ورځپاڼې په خپل یوه تازه رپوټ کې ویلي دي چې په شارجه کې جمعه، شنبه او یکشنبه رخصت وي او د دې هیواد په نورو ښارونو کې به جمعه نیمه کاري ورځ وي.

د دغه خلیجي هیواد چارواکي غواړي چې په دې توګه د کار او ژوند ترمنځ بیلانس رامنځته کړي او همدا راز له نړیوالو بازارونو سره د رخصتیو ورځې همغږې کړي.

په متحده عربي اماراتو کې یو شمیر سترو شرکتونو له وړاندې نه د نویو کاري او رخصتیو ورځو کړنلاره عملي کړې او یو شمیر نور شرکتونه هم غواړي دغه کړنلاره په نوي میلادي کال کې عملي کړي.

د متحده عربي اماراتو د بشري سرچینو وزارت په دې برخه کې د کارګرو له پاره یو نوی قانون هم تصویب کړی چې له مخې به یې په نوي میلادي کال کې د دغه هیواد ټولې فدرالې ادارې او خصوصي سکتور د نوي کاري مهالویش له مخې خپلې چار پرمخ وړي.

متحده عربي اماراتو له یوې مودې راهیسې په خپلو ګڼ شمیر قوانینو کې اصلاحات راوستي دي چې له دې جملې د اوږدمهاله ویزو د ورکړې او همدا راز د بهرنیو سیلانیانو د جذب په برخه کې هم اقدامات شامل دي.