1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په ترکیه کي د خارجیانو سره دښمني ډیریږي

۱۴۰۰ مرداد ۹, شنبه

د افغانستان، سوریې او ایران څخه د مهاجرو ورتګ په ترکیه کي خارجي ضد روحیه تقویه کوي او په هره اندازه چي په دغه هیواد کي د مهاجرو تعداد ډیریږي، په هغه اندازه په ټولنه د هغوی په باب منفي نظرونه ډیریږي.

https://p.dw.com/p/3yMJS
Türkei Van | Migranten | Grenzregion
په افغانستان کي جنګونه بیا د ځوانانو دمهاجرتونو سبب سوي ديانځور: Ozkan Bilgin/Anadolu Agency /Getty Images

المانۍ مجلې، ټاګس شپیګل پرون جمعه (د جولای میاشتي ۳۰ مه) په خپل یوه مفصل رپوټ کي «په ترکیه کي د پردیانو سره مخ پر ډیریدونکې دښمنۍ» ترعنوان لاندي یوه مقاله خپره کړې او لیکلي یې دي، چي «په ترکیه کي د خارجیانو سره دښمني هم د اروپا په ډول سوې ده.»

استانبول اوس تر ډیره حده پوري د یوه عربي ښارغوندي فضأ لري. که سړی په ښار کي ګرځي او راګرځي او یا تفریحي کښتیانو کي چکر وهي، اکثرأ عربي موسیقي او بدلي اوري.

یو ترکی په استانبول کي د دغه حالت څخه شکایت کوي او وايي چې « باور یې نه راځي چي په استانبول کي دی.»

د فارس خلیج څخه عربي فامیلونه د استانبول په سواحلو کي چکر وهي، په مغازو او دوکانو کي د سودا اخیستلو پر وخت په عربي خبري کوي او سوریایي کوچنیان په څلور لارو کي فقر کوي او خیرات ټولوي.

په غټو مغازو کي پر کالو او مالونو باندي په روسي، عربي او فارسي قیمتونه لیکل سوي او حتی ځیني دوکانداران د خریدارانو په ژبه خبري کوي.

په ترکیه کې اوس هر څه د تغیر په حال کي دي او عربي ضد روحیه په ښکاره دښمنۍ باندي تبدیلیږي. د پردیانو سره دښمني نه یوازي د عربي ټوریستانو، بلکي د درو ملیونو او ۶۰۰ زرو سوریايي مهاجرینو سره هم ډیریږي.

 د منځني ختیځ ثروتمند کسان چي د ملکیتونو په رانیولو سره یې ترکي پاسپورټونه اخیستي دي، هم د ترکانو د کرکي سره مخامخ دي.

د پیسو په بدل کې د ترکيې تابعیت

په ترکیه کې ۲۵۰ زره ډالره د ترکي تابعیت اخیستلو دپاره کافي دي او د دغه چانس څخه تر ټولو دمخه د منځني ختیځ د بې ثباته، بحراني او یا دیکتاتور هیوادونو اتباع استفاده کوي.عراقیان، ایرانیان او سعودیان په ترکیه کي د کورونو رانیولو اصلي خریداران دي، خو افغانان هم په مخ پر ډیریدونکي ډول سره په دغه هیواد کې کورونه رانیسي.

شپیګل انلاین همدارنګه لیکي چي هغه ډول مخکي له مخکي قضاوتونه چي د عربانو پرضد پخوا په اروپا کي موجود وه، هغه اوس ترکیې ته هم رسیدلي دي.

د استانبول په «استقلال جاده» کي یو قهریدلی دوکاندار وايي چي هغوی په ۱۴ کلنو نجونو باندي بدلمنۍ کوي. د سوریې سره په سرحد کي ځینو ښارونو کي تر ترکانو سوریایان ډیر دي.

د ترکیې د پارلمان پخوانی رییس، حسام الدین جیندوروک حتی ادعا کوي، چي په سرحدي ښار «حاتای» کي په اوس وخت کي سوریایان دومره ډیر سوي دي، چي احساس کوي دا د دوی ټاټوبی دی او د ترکانو څخه یې غوښتي دي، چي د دغه ښار څخه ووزي.

په ترکیه کې محلي رسنۍ لیکي، چي په ۱۶ ملیوني ښار استانبول کي تقریبأ دوه میلیونه عربان اوسیږي، چي یو ملیون یې سوریایان دي.

Syrien Schließung Grenzübergang Bab Al Hawa Protest
انځور: Khalil Ashawi/REUTERS

یو ترکی اکاډمیسن، اوزګور دمیرتاش په تویت کي د یوه فلم په اچولو سره د هغو ځوان افغان مهاجرو څخه چي د ترکیې د سرحدونو پرخوا په حرکت کي دي، پوښتنه کوي: «که هغوی د جنګ څخه راتښتیدلي دي، نو ولي ورسره کوچنیان او زاړه خلک ندي ملګري؟ که په دې هکله د مهاجرت د کارپوهانو جواب واورم، خوشاله کیږم.»

د ترکیې اپوزیسون څه وايي؟

د ترکیې اپوزیسون هم ګواکي د مهاجرینو موضوع نوې کشف کړې وي. د اپوزیسون رهبر، کمال قلیچدار اوغلو خپل هیواد ته د سوریايي مهاجرو د بیرته تګ غوښتنه کړې او د افغان مهاجرو د ډیریدو په دلیل یې پر حکومت باندي انتقاد کړی دی. دی وايي چي دا د ترکيې د سرنوشت موضوع ده.

د قلیچدار اوغلو د حزب یو غړی او د استانبول په شرق کي د «بولو» ناحیې ښاروال حتی غواړي چي د خارجیانو د اوبو او برق مصارف دي لوړ سي.