1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

ترکيې دغه هېواد ته د افغانانو استولو د امريکا پلان رد کړی دی

۱۴۰۰ مرداد ۱۴, پنجشنبه

د ترکیې حکومت ويلي چې دا د منلو نه ده چې له دوی سره تر موافقې پرته امريکا ترکیې ته د خپلو افغان کارکوونکو د استولو خبره کوي. ترکیه په افغانستان د تاوتريخوالي په زياتيدو سره د مهاجرت د يوه نوي بحران څخه ويره لري.

https://p.dw.com/p/3yZgn
Mevlut Cavusoglu
انځور: picture-alliance/AA/A. Hobas

ترکيې د امريکا له خوا د خپلو پخوانيو سيمه ایزو کارکوونکو په يوه دريم هېواد کې د ميشتولو پر پلان انتقاد کړي دې. د ترکیې د بهرنيو چارو وزیر د سه شبنې په ماښام وويل چې دا د منلو وړ نه ده چې امريکا پرته له دې چې د ترکيې حکومت پري موافقه وکړي، په دې هيواد کې د خپلو افغان کارکوونکو د اوسیدلو خبری وکړي.

د ترکيې حکومت له افغاستان څخه د ناتو د ځواکونو د وتلو او وسله والو طالبانو بريدونو د زياتيدو په نتیجه کې د پناه غوښتونکو له نوي بحران څخه انديښنه لری.

د تیرې سه شنبې په ماښام د امريکا د بهرنيو چارو وزیر يو پلان وړاندي کړ چې له مخې به يې هغه افغان کارکونکي چې د امريکايي پوځيانو او يا د دوي له خوا په نورو ټولنيزو پروژو کي يې کار کړې دې، د يوه کال له پاره په دريم هېواد لکه ترکيه او پاکستان کي ميشت شی، تر څو چې د دوي د پناه غوښتنې پر غوښتنلیکونو غور وشي.امریکا د افغانانو له پاره د مهاجرت پروګرام پراخوي

د ترکيې حکومت پر امريکايي حکومت نیوکه کړی چې په دي اړه يې ورسره خبري نه دي کړي او نه هم همغږي رامنځته شوې ده. د ترکيې د بهرنيو چارو وزير ويلي کله چې امریکا غوښتل افغان پناه غوښتونکي ومنی، بايد په مستقيمو الوتکو کي وليږدوي.

 له هغه راهیسې چې له افغانستان څخه د ناتو قواو په وتلو پيل کړي، وسله والو طالبانو خپلو بريدونو ته زور ورکړی دی. د ملګرو ملتونو په وینا په تیرو څو ورځو کې په جګړه کې لسګونه ملکي وګړي وژل شوي او په سلهاو کورنۍ په تیښته کې دي.

د آلمان حکومت هم غواړي چې خپل افغان محلي کارګران له طالبانو خوندي وساتي خو یوازې هغه چې مستقیم یې له آلماني سازمانونو سره دنده ترسره کړي وي.