1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

«اردوغان غواړي رقیبه یي د زندان د میلو تر شا وي»

۱۳۹۹ دی ۲۸, یکشنبه

د استانبول د سي ایچ پي ګوند مشرې کفتانسي اوغلو له خپل بې ساري ټاکنیز کمپاین سره د ترکیې ولسمشر ته د هغه د سیاسي دورې تر ټولو حساسه ماته ورکړې وه. اردوغان اوس غواړي چې غچ واخلي.

https://p.dw.com/p/3o1y8
Türkei Istanbul | Canan Kaftancioglu umringt von Menschen vor dem Caaglayan Gericht
انځور: Getty Images/AFP/B. Kilic

جانان کفتانسي اوغلو د ترکیې په سیاسي ډګر کې یوه له غوړیدونکو څیرو څخه ده. په اوس وخت کې ډیر لږ سیاستوال د تورې بحیرې په سواحلو کې د دغې تحصیل یافته ډاکټرې په څیر مشهور دي. نوموړې د خپل کیڼ اړخي سیاسي لید له امله تل په سوسیال دیموکرات ګوند CHP کې مخکښه پاتې شوې ده.

نوموړۍ د ۲۰۱۸ کال په اوایلو کې د استانبول د CHP ګوند مشره وټاکل شوه او د ۲۰۱۹م کال په مارچ میاشت کې د استانبول د ښاروالۍ په ټاکنو کې یې په هغه وخت کې د یوه سیمه ایز سیاستوال اِکرم امام اوغلو چې ډیر شهرت یي نه درلود، د انتخاباتي کمپاین مشري وکړه. هیڅ چا باور نه درلود چې امام اوغلو به د عدالت او توسعې AKP د واکمن ګوند د پخواني لومړي وزیر بنالي یلدیریم پر وړاندې بریالیتوب ته ورسیږي.

د ۲۰۱۹ کال سیمه ایزې ټاکنې: د اردوغان د زوال پیل؟

خو له یوه احساساتي ټاکنیز کمپاین سره چې د قطبي کیدو پرځای یې پر تفاهم او پخلاینې ټینګار کاوه، د خلکو رایې یې د CHP ګوند په ګټه راجلب کړې. د استانبول په ۱۶ میلیوني ښار کې چې له اقتصادي او ټولنیز پلوه د ترکیي مرکز بلل کیږي، د عدالت او توسعې ګوند ماته د اردوغان له پاره یوه ستره ماته ګڼل کیږي. کفتانسي اوغلو د دغو ټاکنو له امله لا زیاته مشهوره شوه.

دغه ۴۸ کلنه سیاستواله د اردوغان ګوند تر ماتې یوازې څو میاشتې وروسته د ۲۰۱۹م کال په سپټمبر میاشت کې تر قضایي تعقیب لاندې ونیول شوه او „ترهګریزو تبلیغاتو، فساد، ولسمشر ته د سپکاوي او د حکومتي چارواکو د توهینولو" د تورونو په اساس د لس کاله بند په سزا محکومه شوه.

د انتقاد کونکو په اند د دغې سیاستوالې له ۲۰۱۲ تر ۲۰۱۷م کاله پورې د تویتر پخواني پوستونه د شواهدو په توګه وړاندې شوي چې د دوی له نظر مواجه نه دي. دغو انتقاد کونکو د استانبول په ټاکنو کې د توسعي او عدالت ګوند د ماتې د بدل یا غچ اخیستلو خبره کړې ده. د محکمې حکم قطعي نه دی، ځکه کفتانسي د استناف غوښتنه کړې ده.

د اپوزیسیون پر وړاندې د قضایي دوسیو لړۍ

دا چې د ترکیي حکومت د اپوزیسیون د سیاستوالو تر فشار لاندې ساتلو له پاره له هر ډول قانوني ابزارو څخه استفاده کوي، کومه نوې خبره نه ده: په دې وروستیو کې د HDP ګوند مشر کلیچدار اوغلو هم تر قضايي څار لاندې نیول شوی دی. ولسمشر اردوغان د هغه پر ضد د حیثیت د اعادې په خاطر د ۱۱۰ زره یورو معادل جبران خسارې دعوی کړې ده چې د«غیر عادلانه او بې اساسه تورونه» یي پرې لګولي دي: دلیل یي دا وو چې کیلیچدار اوغلو په یوه وینا کې اردوغان «په اصطلا ولسمشر» بللی وو.

همدارنګه د کرد پلوه HDP ګوند پخوانی مشر صلاحاتین دمیرتاژ، بې له کومې دوسیې څه دپاسه څلور کاله په توقیفي بند کې وساتل شو. اوس دولتي څارنوالۍ د هغه له پاره «په سختو شرایطو کې د ابدي حبس» غوښتنه کړې ده.

د نورو تورونو ترڅنګ نوموړی په ۲۰۱۴م کال کې په اصطلاح د کوباني احتجاجونو په ارتباط چې د HDP ګوند له خوا رابلل شوي وو، د هیواد د یووالي او دولتي وحدت پر تخریبولو تورن دی. دغه اعتراضونه په تاوتریخوالي بدل شول او د رسمي شمیرو له مخې ۳۷ تنه په کې وژل شوي وو.