1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د ترکیې څخه د تر ۳۰۰ ډیرو افغان مهاجرو «جبري» اخراج

۱۳۹۹ مهر ۹, چهارشنبه

د افغانستان د مهاجرو او راستنیدونکو چارو وزارت له ترکیې څخه د تر ۳۰۰ ډیرو افغان مهاجرو اخراجیدل تاییدوي. هغوی چي عمرونه یې اکثرأ تر ۲۵ کلونو لوړ وه، پرون سه شنبه د دوو چارتر الوتکو په وسیله د ترکیې څخه کابل ته رسیدلي دي.

https://p.dw.com/p/3jDeu
Afghanistan aus Deutschland angeschobene Flüchtlinge in Kabul
انځور: Sirat

د افغانستان د مهاجرینو او راستنیدونکو چارود وزارت مرستیال، رضأ باهر د دویچه ویله سره په خبرو کي وویل: « د ۳۲۷ تنو بیرته ورستنیدل ځکه اجباري دي، چي هغوی د چارتر طیارې په واسطه ورانتقال سوي دي. خو هغوی د افغانستان د دولت سره د داوطلبانه ورستنیدونکو کسانو په نامه ثبت دي، ځکه چي هغوی په ترکيه کي د افغانستان په سفارت او یا قونسلګریو کي داسي اسناد باید امضأ کړي، چي ګواکي غواړي په داوطلبانه ډول سره افغانستان ته ولاړ سي.»

د افغانستان د مهاجرینو او راستنیدونکو چارود وزارت د ارقامو پراساس د سږ میلادي کال له اوایلو څخه تر اوسه پوري مجموعأ ۶۸۰۰ افغان مهاجر د ترکیې څخه بیرته وراستول سوي دي.

ددغه وزارت نماینده، معین میرزاده د کابل په هوايي میدان کي وویل چې دغه مهاجرین چي د سه شنبې په ورځ له ترکیې څخه کابل ته رسیدلي دي، د اکثروعمرونه تر ۲۵ کلونو لوړ دي او امکان لري ډیر لږ کم سنه او نابالغه کسان هم په هغو کي شامل وي.

بې امنیتي، غربت او سخته بیکاري ددې سبب سوې چي په لسهاوو زره افغانان مهاجرتونه وکړي. د هغوی اکثریت اروپا ته د رسیدو په نیت لومړی ترکیې ته رسیږي.

عزیزالرحمن یو د هغو مهاجرینو د جملې څخه دی، چي پرون د ترکیې څخه کابل ته رسیدلی دی. دی وايي، چي د هغو مهاجرینو د جملې څخه چي نن کابل ته رسیدلي دي، حداقل ۲۰۰ تنه يې په اجباري ډول سره اخراج سوي دي.

دی پخپله چي د کابل اوسیدونکی دی، ۶ میاشتي په ترکیه کي ؤ او غوښتل یې ځان اروپا ته ورسوي. خو څه موده مخکي په استانبول کي د ترکي امنیتي قواوو لخوا ونیول او کابل ته اخراج سو.