1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په پاکستان کې د انرژۍ پر تاسیساتو وسله وال برید شپږ کسه وژلي

۱۴۰۲ خرداد ۲, سه‌شنبه

د پاکستان په شمال لویدیځ کې د طبيعي ګازو او نفتو د رااېستنې پر تاسیساتو د وسله والو برید څلور پولیس او د خصوصي امنیتي شرکت دوه ساتونکي وژلي دي.

https://p.dw.com/p/4RhRp
وزیرستان کې د پاکستاني پوځ عملیات 16.06.2014
وزیرستان کې د پاکستاني پوځ عملیات 16.06.2014انځور: A Majeed/AFP/Getty Images

د پولیسو یوه چارواکي عرفان خان وویل شاوخوا ۵۰ بریدګرو نن سې شنبې (۲۰۲۳م کال د مۍ ۲۳) د پښتونخوا په هنګو سیمه کې د «ام او ال» په نوم د نفتو او ګازو شرکت تر ادارې لاندې تاسیساتو برید وکړ. تراوسه هیڅ ډلې د دې برید مسئولیت نه دی منلی او دغه شرکت هم چې پر تاسیساتو یې برید شوی څه نه دي ویلي.

پولیس وايي، چې جنګیالیو د نفتو او ګازو  دوه څاګانې «ام -۸ او ام -۱۰» د راکټ په ګډون د درنو وسلو په مټ تر برید لاندې راوستي.

عرفان خان وویل: «امنیت ساتونکو د نفتو ام -۸ څاه کې ترهګر په شا تمبولي، خو په ام -۱۰ څاه کې تلفات اوښتي.»

هغه زیاته کړه چې دغو وسله والو شمالي وزیرستان ته تر تېښتې وړاندې د برېښنا په تاسیساتو کې د لمریزې برېښنا د تولید دستګاه هم ویجاړه کړې ده.

اړوند مطالب:په شمالي وزيرستان کي مځکني عملیات پيل شوي

د پښتونخوا د شمال لویدیځ په غرنیزو سیمو کې د پاکستان د تحریک طالبان په ګډون ګڼ شمېر وسله والې ډلې فعالیت لري چې له کلونو ارهيسي يې پر امنیتي ځواکونو او زیربناوو بریدونو ته دوام ورکړی.