ترمپ: که ایران خپل اټومي پروګرام بیا ورغوي حمله پرې کوو
۱۴۰۴ دی ۹, سهشنبه
د امریکا متحده ایالاتو ولسشمر دونالد ترمپ ایران ته د خبرداري خبره، په فلوریدا کې له نتنیاهو سره تر کتنې مخکې خبریالانو ته وکړې. د ایران پزشکیان د ترمپ خبرداري ته غبرګون ښودلی.
ترمپ د دوشنبې په ورځ د اسرائیل له صدراعظم بنیامین نتانیاهو سره د فلوریدا په مارالاګو کې واقع خپل هستوګنځای کې ولیدل. ترمپ له نتانیاهو سره په ګډ خبري کنفرانس کې فلسطینۍ ډلې حماس ته خبرداری ورکړ چې د ژمنې مطابق باید په کم وخت کې ځان بې وسلو کړي که نه، لویه بیه به یې پرې کړي.
له نتنیاهو سره تر کتنې مخکې ترمپ خبریالانو ته د ایران په هکله هم خبرداری ورکړ. هغه وویل ایران په دې هڅه کې دی چې خپل اټومي پروګرام «له سره» تقویه او ورغوي. ترمپ وویل که ایران له دغه کاره لاس نه اخلي امریکا به پرې حمله وکړي.
نور ولولۍ: حماس ته د ترمپ خبرداری: سم چلند وکړئ، که نه نو لمنځه ځئ
هغه وویل: «موږ اوس اورو چې ایران د خپل اټومي پروګرام د بیا تقویه کولو له پاره هڅې کوي، که داسې وشي امریکا به ېې په دوزخ بدل کړي. موږ به هغوی له ځمکې لرې کړو. موږ به ېې پر ګونډو کړو، خو هیله لرم چې داسې يو څه پېښ نه شي. ما اورېدلي چې ایران غواړي توافق وکړي، که داسې وي، ډېر به عاقلانه وي.»
ترمپ همدارنګه خبرداری ورکړ: «هغوی [ایران] کولی شي مخکې له دې چې موږ پرې پراخه حمله وکړو، معامله وکړي. هغوی باید توافق وکړي، خو ځینې وخت دغه کار نه کیږي.»
ترمپ زیاته کړه که ایران د خپل اټومي او توغندیز پروګرام پراختیا ته ادامه ورکړي، په هغه صورت کې به امریکا متحده ایالات پر ایران د اسرائیل له حملې ملاتړ وکړي.
هغه همدارنګه وویل: «د ایران خلک ناراضه دي او هلته اقتصادي وضعیت خراب دی. خلکو چې هر وخت کوم مقاومت او اعتراض کړی د ایران رژیم له خوا پرې ډزې پیل شوي دي.»
خو ترمپ په دې هکله چې آیا د ایران رژیم له نسکورولو به ملاتړ وکړي او که نه، له نظر ورکولو ډډه وکړه، خو دا ېې ویل چې «تاسو پوهیږې، هغوی خلک وژني.»
د اسرائیل صدراعظم هم له ترمپ سره تر کتنې مخکې خبرداری ورکړی وو چې د اسرائيل پر وړاندې د ایران هر ډول احتمالي اقدام به د دوی له «ډېر شدید» غبرګون سره مخ شي.
د ایران غبرګون
تهران د دونالد ترمپ وروستي خبرداری ته شدید غبرګون ښوولی دی. د ایران ولسمشر مسعود پزشکیان ویلي چې پر هیواد به ېې هر ډول یرغل پښیماني ولري. هغه د سه شنبې په ورځ پر اکس شبکه ولیکل: «د اسلامي جمهوري ځواب به د هر ظالمانه یرغل پر وړاندې سخت او پښېمانه کوونکی وي.»
په عین حال کې کریملین ویلي چې ولسمشر ولادیمیر پوتین د ایران اټومي پروګرام پر سر له پزشکیان سره پر ټيلفون خبرې کړي دي. نور جزئیات نه دي ورکړل شوي.
نور ولولۍ: کالاس: د ایران توغندیز او اټومي پروګرام اروپا انديښمنه کړې
ترمپ او نتنیاهو د دوشنبې په ورځ د فلوریدا په مارالاګو کې سره ولیدل او بیا په یوه ګډ خبري کنفرانس کې راڅرګند شول چې پکې ېې د غزې تړانګې شخړې ته هم اشاره وکړه.
«حماس باید ځان بې وسلې کړي»
ترمپ په خپلو خبرو کې حماس ته خبرداری ورکړ که چېرته دغه ډله ډېر ژر ځان بې وسلې نکړي، نو «لویه بیه به پرې» کړي، خو زیاته ېې کړه چې امریکا نه غواړي شخړې ته زور ورکړي.
ترمپ وویل: «موږ د حماس په هکله خبرې وکړې، موږ [د هغوی] د بې وسلې کولو په هکله خبرې وکړې. هغوی ته به ډېر لږ وخت ورکړل شي تر څو ځان بې وسلې کړي او موږ به وګورو چې دا بهیر څنګه کار کوي.»
ترمپ د حماس په هکله وویل: «که هغوی څرنګه ېې چې توافق کړی ځان بې وسلې نه کړی، په هغه صورت کې به د دې ډېره لوړه بیه پرې کړي او داسې حالت موږ نه غواړو. موږ د داسې یو څه په لټه کې نه یو، خو دوی ته په کار ده چې په یوه نسبتاً لنډه موده کې ځان بې وسلې کړي.»
اسرائیل او حماس د غزې په تړانګه کې تر څه باندې دوه کلنې جګړې وروسته د اکتوبر له ۱۰مې راپدېخوا د امریکا متحده ایالاتو په ملاتړ د یوې طرحه پر اساس اوربند کړی دی.
له آرشیف څخه: