1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

ترمپ امريکا ته د سفر بندیز تر ۳۹ هېوادونو غځولی

بريښنا صابر | اسوشتيد پريس، فرانس پريس، رويترز
۱۴۰۴ آذر ۲۶, چهارشنبه

د ترمپ ادارې پر ۱۹ نورو هېوادونه او د فلسطينيانو پر خپلواکمني ادارې د سفر نوي بندیزونه وضع کړي دي. په دې ترتيب د هغو هېوادونو شمیر دوه برابره شوی چې پر وګړو یې امريکا ته د سفر او مهاجرت محدوديت لګیدلی دی.

https://p.dw.com/p/55VoP
د امريکا متحده ایالاتو ولسمشر دونالد ترمپ
د امريکا متحده ایالاتو ولسمشر دونالد ترمپ، د سې شنبې په ورځ يو نوی فرمان لاسليک کړ چې پر اساس یې امريکا ته د خارجي اتباعو داخليدل وار د مخه محدود کړي دي.انځور: Alex Brandon/AP Photo/picture alliance

د امريکا متحده ایالاتو ولسمشر دونالد ترمپ، د سې شنبې په ورځ يو نوی فرمان لاسليک کړ چې پر اساس یې امريکا ته د خارجي اتباعو داخليدل وار د مخه محدود کړي دي.

دا ګامونه په نوامبر میاشت کې د ملي ګارډ پر غړيو د ډزو د خونړۍ بريد وروسته پورته شوي دي چې تور یې پر يوه افغان مهاجر باندې لګول شوی وو.

له بشپړ بندیز سره مخامخ هېوادونه

پر سوریې سربیره د بورکینا فاسو، مالي، نایجر او جنوبي سوډان په څېر افريقايي هېوادونه اوس په بشپړه توګه له سفري محدوديتونو سره مخامخ دي.

د ترمپ، ادارې پر هغو کسانو امريکا ته پر داخليدو بشپړ بندیز لګولی دی چې د فلسطين د خپلواکمنې ادارې له لوري جاري کړل شوي اسناد لري. تر دې دمخه هم د دغه پاسپورت لرونکو له پاره د کار روزګار، دندې، سیاحت او يا زده کړو په موخه امريکا ته سفر کابو ناممکن کړل شوی وو.

اړونده موضوع: ترمپ: د پناه غوښتني پروسې ځنډ به «اوږده موده» وي

د سیراليون او لاوس وګړي چې لا دمخه د سفر له جزوي يا قسمي محدويتونو سره مخامخ ول، اوس امريکا ته د داخليدو له بشپړ بندیز سره مخامخ دي.

تر دې دمخه د افغانستان، ميانمار، چاډ، کانګو جمهوريت، استوايي ګينه، اريتریا، هايټي، ایران، ليبيا، سوماليا، سوډان او د يمن پر اتباعو باندې د ۲۰۲۵م کال له جون میاشتې څخه امريکا ته د سفر بشپړ بندیز لګول شوی وو.

اړونده موضوع: پر لسونو هېوادونو د ترمپ سفري بندیزونه؛ افغانستان هم پکې شامل دی

په دې توګه اوس د سفر د بشپړ بندیز سره د مخامخو هېوادونو شمیر ۱۹ دی چې د فلسطين خپلواکمنه اداره هم پکې شامله ده.

د سفر جزوي بندیزونه

نور ۱۵ هېوادونه په هغه نوملړ کې شامليږي چې د سفر قسمي بندیزونه به پرې ولګيږي چې زياتره یې د افريقا د صحرا هېوادونه دي.

په افريقايي هېوادونو کې انګولا، بينين، د عاج ساحل، ګابون، ګمبيا، مالاوي، موريطانيا، نايجيريا، سينيګال، تنزانیا، زمبيا او زمبابوې شامل دي.

پر دې سربیره انتيګوا او باربوډا، دومنيکا او ټونګا باندې هم قسمي بندیزونه لګول شوي دي.

اړونده موضوع: ترمپ له «دريمي نړۍ هيوادونو» څخه مهاجرت بندوي

برونډي، کيوبا، ټوګو او وينزویلا د جون میاشتې د سفر د جزوي بندیزونو په نوملړ کې پاتې دي.

دا په دې معنا ده چې د سې شنبې په ورځ د امريکا له لوري د ترکمنستان پر اتباعو د سفر د جزوي بندیزونو تر لغوه کيدو وروسته اوس ۱۹ هېوادونه په دې نوملړ کې پاتې دي.

امریکا ته د سفر بندیرونه څه معنا لري؟

دا بندیزونه به پر هغو کسانو هم صدق وکړي چې غواړي امريکا ته سفر وکړي لکه د سیلاني، محصل او يا کاروباري کس په توګه او پر هغوهم چې غواړي امريکا ته په دايمي توګه هجرت وکړي.

هغه کسان چې لا دمخه د امريکا ویزه لري، په امریکا کې د دایمي استوګنې قانوني سند [ګرين کارت] لري او يا ځانګړې ویزې چې څو ډوله دي، ورسره وي لکه ديپلوماتان، لوبغاړي، هغوی به له دې بندیزونو څخه مستثنی وي.

پاکستان کې میشت افغانان؛ د ټرمپ وروستۍ پرېکړه ناعادلانه ده

همدا شان هغه کسان هم له دې بندیزونو نه اغیزمنيږي چې په اړه یې فکر کيږي چې امريکا ته داخليدل یې د دغه هېواد په ګټه دي. 

د امريکا د حکومت په حواله د سفر دا تازه بندیزونه به د ۲۰۲۶م د جنورۍ له لومړۍ نیټې څخه د عمل وړ وي.

ترمپ، ولې دا بندیزونه لګولي؟

که څه هم چې ولسمشر دونالد ترمپ، د مهاجرت په اړه کلک ګامونه د ولسمشرۍ د خپلې دې دورې اساس ګرځولی خو د سفر تازه بندیزونه ظاهراً په دې وروستیو کې د رامنځته شويو پېښو سره هم تړاو لري.

د ترمپ، ادارې د سفر د بندیزونو د پراخولو خبره هغه وخت کړې وه چې کله په نوامبر میاشت کې يو افغان د ملي ګارډ پر دوو غړيو د ډزو په شک ونیول شو. 

د ډزو تر دې پېښې وروسته امريکا د سفر له لومړيو بندیزونو سره د مخامخ  ۱۹ هېوادونو د اتباعو د پناه غوښتنې پر عريضو پريکړې ودرولې او د هغوی د مهاجرت پر غوښتنليکونو کار ودريد.

ترمپ، د نوامبر په پيل کې د نايجيريا پر وړاندې د پوځي ګامونو د پورته کولو ګواښ هم کړی وو. نوموړی ادعا کوي چې په دغه هېواد کې عيسويان د تاوتريخوالي ښکار دي خو نايجيريا دا ادعا رد کړې ده.

پر دې سربیره ترمپ، د شنبې په ورځ د سوریې پر وړاندې هم د «سختو ځوابي ګامونو» هوډ څرګند کړی وو. په سوريه کې د «داعش» شکمن بريدګر دوه امريکايي عسکر او هغوی ژباړونکی وژلی وو.

د سپينې ماڼۍ له خوا ويل شوي دي چې د نويو بندیزونو سره د مخامخ هېوادونو د اتباعو ارزونه ډېره مشکله ده ځکه هلته «پراخ اختلاس، جعلي يا غير ډاډمن اسناد او د جرمونو دوسیې» موجودې دي.

بريښنا صابر په بن کې له دويچه ويله سره د ملتي ميديا خبريالې په توګه کار کوي.@Brekhna Saber
د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل

په دې اړه نور مطالب