1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

بلینکن: له طالبانو سره پر موافقې له سره غور کوو

۱۳۹۹ بهمن ۱, چهارشنبه

هغه دیپلومات چې د امریکا د منتخب ولسمشر جوبایډن له خوا د بهرنیو چارو وزارت له پاره کاندید شوی دی ویلي دي چې له طالبانو سره به د دغه هیواد پر شوې موافقتنامې له سره غور وکړي.

https://p.dw.com/p/3oAid
USA | Joe Biden und Anthony Blinken
انتوني بلینکن او جوبایډنانځور: Mike Coppola/Getty Images

د امریکا متحده ایالاتو ولسمشر دونالد ترمپ چې نن (د ۲۰۲۱ کال د جنورۍ ۲۰مه) یې د جمهوري ریاست دوره پای ته رسیږي، د تیر کال د فیبرورۍ میاشتې په ۲۹ نیټه له طالبانو سره یوه موافقتنامه لاسلیک کړه، څو د امریکا تر ټولو اوږدمهاله جګړې ته د پای ټکې کیږي. خو د یوه شخړیز ګام په پورته کولو سره یي د دغې مواقفتنامې ځینې جزویات محرم درجه بندي کړي دي.

انتوني بلینکن، چې د جوبایډن له خوا د امریکا متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزارت ته نوماند شوی دی، د سنا مجلس په یوه استعماعیه غونډه کې وویل: «مونږ غواړو چې په اصطلاح همیشني جنګونه ختم کړو. مونږ غواړو چې خپل سرتیري بیا خپلو کورونو ته ستانه کړو. مونږ غواړو خپل ظرفیت وساتو، څو د هر ډول نوي ترهګریز فعالیت پر وړاندې مقابله وکړو، هغه کار چې په لومړي ګام کې مونږ هلته راکشوي.»

بلینکن زیاته کړه: «مونږ باید محتاطانه وګورو چې واقعاً کوم شیان تر بحث لاندې نیول شوي دي. زه تر اوسه د هغې په اړه معلومات نه لرم.»

په هغه موافقتنامه کې چې په فبرورۍ میاشت کې په دوحه کې لاسلیک شوې، امریکا متحده ایالاتو ویلي دي چې د ۲۰۲۱م کال تر می میاشت پورې به خپل ټول سرتیري له افغانستان څخه وباسي. طالبانو هم ژمنه کړې ده چې د افغانستان په خاوره کې به ترهګرو ته د فعالیت اجازه نه ورکوي. خو سره له دې هم طالبانو پر افغان امنیتي ځواکونو خپل بریدونه جاري ساتلي دي.

د ۲۰۰۱م کال د سپټمبر د یولسمې تر بریدونو وروسته، د القاعدې لمنځه وړل په افغانستان کې د امریکا متحده ایالاتو د پوځي مداخلې اصلي دلیل وو.

Katar Unterzeichnung Abkommen USA mit Taliban
د امریکا او طالبانو ترمنځ د موافقې یو شمیر ضمایم پټ ساتل شوي ديانځور: AFP/G. Cacace

خو د امریکا متحده ایالاتو او طالبانو ترمنځ موافقتنامه داسې ضمایم لري چې محرم درجه بندي شوی دي. دا کار پر امریکا متحده ایالاتو د نیوکو سبب شوی دی چې ګواکې له طالبانو سره پټې موافقې لري.

د ترمپ حکومت د جمعې په ورځ اعلان وکړ چې په افغانستان کې د امریکایی ځواکونو شمیر ۲۵۰۰ ته رسیدلی دی چې دا د دغې جګړې د پيل راهیسې تر ټولو ټيټه کچه ده. د امریکایي ځواکونو دا کمیدنه د طالبانو او امریکا ترمنځ د توافقنامې په اساس صورت نیولی دی.

بایډن له پخوا څخه د افغانستان جګړې ته د پای ټکې ایښودلو پلوي وو، خو په دې وروستیو کې سلاکارانو یي د تاوتریخوالي سره د مقابلې په خاطر د یو شمیر ځواکونو د ساتنې پر ضرورت ټینګار کړی دی؛ هغه موضوع چې تمه نه کیږي طالبان به ورسره موافقه وکړي.

بلینکن د دیموکرات سناتور جین شاهین، د پوښتنو په ځواب کې ژمنه وکړه چې په افغانستان کې به د نجونو او ښځو حقونه په پام کې ونیسي. د طالبانو د واکمنۍ پر مهال (۱۹۹۶-۲۰۰۱م کاله) د ښځو حقونه په شدید ډول محدود شوي وو.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت له پاره دغه نوماند وزیر د طالبانو او افغان حکومت د استازو ترمنځ د روانو خبرو اترو په اړه وویل: «زه فکر نه کوم بی د هغو لاسته راوړنو چې په تیرو ۲۰ کلونو کې د افغانستان ښځو او نجونو ترلاسه کړي دي، هر ډول نتیجه چې هغوې (د طالبانو حکومت) یې په لاس راوړي، پایداره اوسي.»

بلینکن زیاته کړه: «غواړم تاسې ته اعتراف وکړم چې دا به ساده کار نه وي، خو مونږ به پر هغې کار وکړو.»

a.a/n.s (AFP)