کانتينر: ۶۵ کلن شو
د ۱۹۵۶م کال د اپريل پر ۲۶ مه نيټه په لومړي ځل کانتينر د مالونو د لیږد له پاره وکارول شو. دغه اختراع په خټه سکاتلندي امریکايي مالکوم ارمکلين وکړه او په نړۍ کې د سوداګرۍ په برخه کې انقلاب رامنځ ته شو.
يو سړی او د هغه کارتنونه
امریکايي مالکوم مک لین د بیړۍ درلرونکې چې مالونه به يې په ليږدول، دغه روښانه لیدلوری يې درلود: که سړی مالونه په جلا توګه په يو صندوق کي واستوي، نو کيدای شی وخت او هم کوښښونه وسپموي.۶۵ کاله پخوا ورته کوښښونو او د پيسو لګښت ته اړتیا وه.
په ميلونو کسان پر ملا کړوپ
کيدای شي مکل لين دا هم غوښتل چې د ډيرو کسانو ژوند چې په نړۍ کې په بندرونو کي.(د امریکا متحده ایالاتو په ختيځو سواحلو کې، چيرې چې لومړني کانتينرونه ليږدول کیدل) کار يې کاوه يو څه ورته اسانتيا رامنځ ته کړي. خو په دي سره نه يوازې د کارګرانو ملا ګانې ارامي شوې، بلکې خپل کارونه يې هم له لاسه ورکړل، خو دا بيا جلا کیسه ده.
ستندرت کانتينر
کانتينرونه اوس څو ډوله دي، په انځور کې شل فوټه کانتينر ښکاري. اوس يخچالي کانتينرونه، د اوسېدو کانتينرونه او داسي نور هم جوړ شوي دي.
لومړی پيل
۱۹۶۶م کال د مۍ مياشت پر ۶مه نېټه په لومړي ځل د بریمر سمندري بندر له لاري: د میکلن کښتۍ چلولو کمپنۍ له خوا د (فايرلاند) په نامه بیړۍ کې ۱۱۰ کانټينرونه آلمان ته راوړل شو.
کانتينرونه
پرته له ماشين نيماي تريلرونه په کي ځای کړاي شي. اوس په يوه کښتۍ کي په زرونو کانتيرونه انقاليږي.
د انتقال وسيله
کانتينرونه اوس اموالو د انتقال تر ټولو غوره وسيله گڼل کيږي.
کانتينرونو ته ستر بندرونه
په نړۍ کي ډير مالونه پر لاره وي چې د نړيوالو سوداګرو ۹۰ سلنه مالونه د بيړيو له لاري لیږدول کیږې.
د ریل ګاډې پټلۍ سره بندر
د هامبورګ بندر جرثقيلونه چې کانتينرونه کښته پورته کوي له ليري ليدل کيږي.
هر څه په کنترول کې
د تجارتي مالونو پراخ حجم هم برنامي جوړیږې، چې پيچلي مديرت او کنترول ته اړتیا لري.
او په داخل کي دوام لري
کانتينرونه نه یوازي په اوبو کې، بلکي په دننه په داخلي سيمو په وچه کي هم ليږدول کيږې. په آلمان کي داخلې لیږد راليږد په بيړيو کې دريمه مهمه لار ده. وروسته ورپسې سړکونه يا لوي لاري، د ريل پتلۍ او سيندونه يا کانالونه دي.
قاچاق
خو د کانتينرونو په راتگ سره له يوه هيواد بل يا دننه په هيواد کي د قاچاق بازار هم گرم شوی دی. په وروستيو کي حتی د انساني قاچاق له پاره کارول شوي دي، چي ځيني کسان پکښې مړه شوي هم دي.
په يوه پارک کي نندارې ته اښوول شوی کانتينر.
کانتينر
کانتينرونه د اموالو د انتقال له پاره تر ټولو ښه وسيله گڼل شوې ده.