ټويوټا د کال په لومړۍ ربع کې د ريکاډ په کچه ګټه کړې
۱۴۰۳ مرداد ۱۱, پنجشنبهد اسوشتید پریس د رپوټ په حواله، ټويوټا نن پنجشنبه د ۲۰۲۴م کال د اګست لومړۍ رپوټ ورکړ چې د سږني مالي کال په لومړۍ ربع کې ېې ۱ اعشاریه ۳۳ تريلیون ین چې معادل د ۸ اعشاریه ۹ ملیارډه امریکايي ډالرو کیږي، ګټه درلودلې. ټويوټا دا د ريکارډ په کچه ګټه ښودلې ده. د ټويوټا د تېرکال د همدې مودې ګټه ۱ اعشاریه ۳۱ تریلیونه جاپاني ین وه.
د ټويوټا په ځانګړې توګه هایبريد موټرو ته تقاضا په خپل حال لوړه پاتې ده. هایبريد موټر د تیلو او چارچ دواړه سیستمونه لري.
که څه هم ټويوټا په وروستي ربع کې د نړۍ په سطحه د کمو موټرو خرڅلاو درلود، خو ګټه ېې ډېره کړې. اما دغه شرکت تمه لري چې په روان مالي کال کې ۲ اعشاریه ۲۵ ميلیونه موټر خرڅ کړي چې دا د تېرکال په پرتله لږ دي. تېرکال دغه شمېر ۲ اعشاریه ۳ میلیونه وو.
دا په داسې حال کې ده چې جاپان کې د یو شمیر ماډلو موټرو تولیدات په دې دلیل ودرول شول چې حکومت د تصدیق پاڼو اړوند اسنادو کې یو لړ ګډوډۍ وموندلې. ټویوټا له دې کبله بخښنه غوښتې او ويلي چې ستونزې د حل په موخه هڅې روانې دي.
په برېښنا چلېدونکو موټرو توليد او ارتقا د لويو اقتصادونو لکه امريکا متحده ايالات، جاپان، چين او آلمان لپاره د راتلونکي مهم اقتصادي د بوختيا ساحه بلله کيږي.
(AP)mks/akh
له آرشیف څخه: