انځوریز رپوټ: په اروپا کې تر ټولو ښایسته ښاري ساعتونه
په داسې یو وخت کې چې ټول ساعتونه او ځیرکه تلیفونونه لري، نور په عامه ځایونو کې لویو ساعتونو ته اړتیا نشته. خو سره له دې به هم دغه ساعتونه زړه راښکونکي او جذابه پاتې شي. دې انځوریز رپوټ کې د اروپا ښاېسته ساعتونه لیدلی شئ.
بیگ بن ـ لندن
تر ټولو مشهور ساعت لرونکی برج په لندن کې موجود دی چې د دې ښار یو سمبول گڼل کیږي. دا ساعت په بیگ بن شهرت لري، په داسې حال کې چې اصلي نوم یې برج الیزابت دی. د دې ساعت ځانگړنه هغه پنځه زنگونه دي چې په هر ساعت کې زنگ وهي.
د نړۍ ساعت ـ برلین
هغه ساعت چې د نړۍ وختونه ښيې د برلین په الکساندر پلتڅ کې موقعیت لري. دا ساعت د پخواني ختیځ المان په وختونو کې د ایریش جان په وسیله ډیزاین شوی و. په ۱۹۶۹م کال کې دا ساعت افتتاح شو او د هغه وخت راهیسې په برلین کې د سیلانیانو یو د پام وړو ځایونو څخه گڼل کیږي. د دې په پاسنۍ برخه کې د لمریز نظام نمونه او لاندې برخه کې یي هرې خواته د نړۍ د مختلفو برخو وختونه د خلکو پام ځانته را اړوي.
برلین - د وخت جریان بیانوونکی
هغه ساعت چې لږ مشهور، خو ډیر په زړه پوری دی. دا په برلین کې د «اروپا مرکز» ودانۍ کې دننه موجود دی چې ۱۳ متره لوړوالی لري. په دې ساعت کې لیدل کیږي چې وخت څنگه تیریږي. چپ طرفته شین رنگه مایع په لویو زرغونو توبونو کې ساعتونه او ښي اړخ ته په لږ کوچنیو ډیسکونو کې دقیقې ښیې.
په پراگ کې د پارلمان د مقر ساعت
نجومي ساعت چې لرغونتوب یې ۱۴۱۰ کال ته رسیږي، د پراگ د ملي شورا مقر په ودانۍ کې موقعیت لري. دا د گوتیک د هنر یو شاهکار گڼل کیږي. داسې ویل کیږي چې د دې ساعت تر بشپړولو وروسته د دې د انجینر سترگې یې ړندې کړې وې، څو د دې ساعت په څیر بل جوړ نه کړي.
د سویس پلازمېنه کې زایتگوگ
کله چې د ځانگړو ساعتونو خبره کیږي نو د سویس نوم باید له یاده ونه ایستل شي. زایتگوگ یا د زنگ برج هغه ساعت چې لرغونتوب یې ۱۵۳۰ کال ته رسیږي. د هر ساعت په پوره کیدو سره د لرغوني یونانیانو د یوه الهې خرونوس مجسمه د طلایي زنگونو پاسنۍ برخه وهي او له لاندې خوانه مجسمې را وځي او څرخي.
د فرانسې د شتراسبورگ ساعت
دا هم سویسي ساعت جوړونکو جوړ کړی چې د رنسانس د دور شاهکار بلل کیږي. هره ورځ دقیق په ۱۲:۳۰ دقیقو د دې ساعت کوچني مجسمې په حرکت راځي. دا کوچنۍ مجسمې د عیسی ع یاران او د هغې د کوچنیوالي، ځوانۍ او وروستي عمر انځور وړاندې کوي.
لنگري ساعت ـ ویانا
د ویانا مشهور ساعت دوه ودانۍ سره وصلوي. دا ساعت د یونگنداشتیل هنر د مشهور نقاش فرانس ماچ په وسیله طرحه شوی دی. د دروازې ساعت د پاسه د شاهزادگۍ ماریا تریزا او موسیقي جوړونکي یوسف فان هیدن، تر څنگ دا ټولې مجسمي له ورته موسیقۍ سره رسم گذشت کوي.
د گراس په ښار کې د ساعت برج
دا ساعت چې د اتریش په گراس ښار کې موقعیت لري هم د نړۍ د مشهورو بناو څخه شمیرل کیږي. د دې ساعت ځانگړنه د ساعاتونو او دقیقو د علامو بدلیدل دي. په پیل کې یي یوازې یوه عقربه درلوده چې یوازې ساعت یي ښودلو او له ډیر لیري هم لیدل کیدای شو. خو وروسته یي د دقیقو ښودونکې عقربه هم په کې نصب کړه.
تُرهِ دل اورِلوجو ـ ونیز
دغه ساعت چې د ونیز ښار په مارکوس میدان کې موقعیت لري، نه یوازې دا چې وخت ښکاره کوي، بلکې په عین وخت کې د کال فلکي اړخونه او د سپوږمۍ موقعیت هم ښکاره کوي. پخوا به دې ساعت یو پيره دار درلود، خو اوس په ډیجیټالي ډول ترې نظارت صورت نیسي.
په بلوه ښار کې چادویې کور
که څه هم دا ودانۍ یوه واقعي ساعت نه دی، خو د هر ساعت په پوره کیدو سره یو آژدها یا ښامار د یوې کړکۍ نه سر را اوباسي. هر نیم ساعت وروسته د ښيښو شاته سړی لیدلی شي چې ښاماران په ډیر وحشتناک ډول ځان خوزوي. د دغو دیوالونو شاته یو موزیم لیدل کیږي چې په هغې سړی د سحر او جادو تاریخ ته نظر اچول کیدای شي.
ساعت فاخته، تریبرگ
د المان سویل لویدیځ د تور ځنګله سيمه پر نورو سربیره د فاخته ساعتونو له پاره شهرت لري . همدلته په تري بيرګ ښار کې دا د نړي تر ټولو ستر فاخته ساعت هم شتون لري. دا ساعت ۶ ټنه وزن لري. دننه په کې فاخته چې څلورنیم متره قد لري، هم د پام وړ ده. کله چې ساعت نیمایي ته ورسیږي له لرگو جوړه دغه فاخته په اول پوړ کې له کړکۍ سر راباسي او غږ کوي.