په ۲۰۲۱م کال کې د نړۍ لس تر ټولو شتمن کسان
آیا تاسو پوهيږئ چې په حاضر وخت کې د نړۍ لس تر ټولو شتمن کسان څوک دي او دوی څومره پیسې لري؟ د فوربز مجلې په دې برخه کې لس کسان معرفی کړي. دلته د هغوی انځورونه، د پيسو مقدار او په اړه يې نور معلومات لوستلی شئ.
جيف بيزوس
دغه ۵۷ کلن امريکايي په حاضر وخت کې د نړۍ تر ټولو شتمن شخص دی. د جیف بيزوس ټوله سرمايه ۱۸۲.۱ ميليارډ ډالره ده. هغه په ۱۹۹۴م کال په خپل ګراج کې د انټرنيت له لارې د امازون شرکت بنسټ کيښود. هغه د امازون ترڅنګ د واشنګتن پست، ايرو سپیس او بلو اوريجن کمپنيو مالک هم دی.
ايلون مسک
د نړۍ دوهم تر ټولو شتمن شخص، امریکايي ايلن ماسک دی. د ماسک ټوله سرمايه ۱۷۶.۲ ميلیارډه ډالره ده. دی د تيسلا په نوم برقي موټرو د کمپنۍ خاوند دی. ماسک هڅه کوي چې د ځمکې او خلا ترمنځ ترانسپورتي اسانتياوې کې بهبود رامنځ ته کړي.
۳ - برنارډ آرنو
په اوسني عصر کې د نړۍ دريم تر ټولو شتمن شخص فرانسوی برنارډ آرنو دی. د آرنون او د هغه د زامنو ټوله پانګه ۱۵۳.۳ ميليارډ ډالره ده. دی د ۷۰ مخلتفو برندونو (د توليداتو د مشخصو نومونو او ليبلونو) مالک دی چې په هغو کې لوئي وتون، ټيفاني او سيفورا برندونه هم شامل دي.
بل ګيټس
په اوس وخت کې د نړۍ څلورم شتمن کس بل ګټس دی. مجموعي سرمايه يې ۱۲۱.۴ ميلیارډه ډالر ده. ګيټس د مايکروسافت شرکت مشر دی چې اوسمهال خپلې ميرمنې سره د «بل او ملنډا ګيټس فاونډيش» چې د نړۍ تر ټولو لويه خصوصي خيریه موسسه ده، چلوي.
مارک زوکربرګ
مارک زاکربرګ د فیسبوک بنسټ ايښودونکی دی. دی د نړۍ د شتمنو کسانو په لست کې پنځم کس دی. دی شاخوا ۹۴ ميليارډه ډالره سرمايه لري.
زونګ شنشان
د نړۍ شپږم شتمن شخص چينايي میليارډر زونګ شنشان دی. شنشان يو وخت ښوونځی پريښودلی وو او بیا يې مزدورۍ ته مخه کړه. تر هغه وروسته يې په يوې ورځپاڼه کې د خبريال په توګه کار پيل کړ. تر هغه وروسته يې ورو ورو خپل کار و بار شروع کړ او اوس د ۹۲ اعشاريه ۴ ميليارډه ډالرو سرمایه لري.
وارن بافېټ
نوی کلن وارن بافېټ د ۸۸.۱ ميليارډو دالرو پر درلودلو نن ورځ د نړۍ اووم شتمن کس دی. دغه امريکايي شتمن ته د دنیا تر ټولو کامياب کاروباري هم ويل کيږي.
ليري ايليسن
د ۷۶ کلن لیري ايلیسن مجموعي سرمايه ۸۸ ميليارډ ډالره ده او د نړۍ اتم نمبر شتمن شخص دی. ايلیسن د اوريکل کمپنۍ مشر دی. دی امریکايي دی او د کاليفورنیا په وود سايد کې اوسيږي.
ليري پيج
ليري بيچ ۷۷.۶ ميليارډه ډالر لري او د نړۍ نهم نمبر شتمن کس دی. نوموړی د ګوګل شرکت بنسټ ايښودونکی او مدير دی. ۴۷ کلن لیري پيچ امريکايي دی.
مکيش امباني
مکيش امباني د هندوستان دی. مجموعي سرمايه يې ۷۵.۴ ميليارډ دالره ده او په اوس وخت کې د نړۍ لسم نمبر شتمن کس دی. د کرونا بحران پر وخت د امباني په سرمايه کې ۲۰ ميليارډه ډالره ډيروالی راغی. هغه دغه پیسې د خپل ريلاینس صنعت څخه په لاس راوړې ده.