Time : پوتين د2007 کال شخصيت دی
۱۳۸۶ آذر ۲۹, پنجشنبهاعلان
د امريکايي مجلې Time سره په يوه مرکه کي پوتين وويل: روسيه غواړي د متحده ايالاتو ملګرې اوسي، خو کله نا کله داسي ګمان کيږي، چي متحده ايالات ملګري نه، بلکي رعيت غواړي چي يوازي فرمان صادر کړي.
امريکايي مجلې Time پوتين د 2007 ميلادي کال « نارينه» بللی دی. نوموړي مجلې دغه نوم په دې خاطر پوتين ته ورکړی دی، چي په روسيه کي يي ثبات ټينګ کړه او دغه هيواد يي د نړۍ د ځواکمنو هيوادونو ستيژ ته راوستی، خو د هغو اصولو په بيه چي آزادي نړۍ ته خورا ارزښت لري.