1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

غزه کې د جګړې درېدل؛ امنیت شورا کې پرې هوکړه ونه شوه

۱۴۰۲ آبان ۱۶, سه‌شنبه

د ملګرو ملتونو امنیت شورا، په غزه کې د جګړې درېدو پر پرېکړه لیک یو ځل بیا هوکړې ته ونه رسېده. امریکا او بریتانیا چې د ویټو حق لري، له دغه پریکړې سره یې مخالفت کړی دی.

https://p.dw.com/p/4YVC0
امریکا: د ملګرو ملتونو امنیت شورا کې په غزه کې پر اوربند موافقه ونه شوه
امریکا: د ملګرو ملتونو امنیت شورا کې په غزه کې پر اوربند موافقه ونه شوهانځور: David Dee Delgado/REUTERS

د ملګرو ملتونو امنیت شورا د تړلو دروازو تر شا تر دوو ساعتونو ډېرو خبرو اترو وروسته هم، په غزه کې د یو «بشر دوستانه اوربند» پر سر هوکړه ونه شوه. ددغه پرېکړه لیک طرحه د ملګرو ملتونو د امنیت شورا ۱۰ غير دایمې غړو وړاندې کړې ده.

چین چې په دغه میاشت کې د ملګرو ملتونو د امنیت شورا مشري پر غاړه لري او متحده عربي اماراتو د غزې په تړانګه کې د «انساني بحران» له امله دا ناسته جوړه کړې وه.

په ملګرو ملتونو کې د متحده عربي اماراتو سفیرې لانا نسیبه، وویل: «د شورا ۱۵ غړي به پر یوه پریکړه لیک هوکړې ته د رسېدو هڅو ته دوام وکړي.» هغې زیاته کړه، چې غړي هېوادونه باید له خپلو اختلافاتو تېر شي.

نوموړې ددې سربیره د اکتوبر په ۷مه نیټه پر اسرائيل د حماس ملېشو برېدونه او د یرغمل شویو کسانو د سملاسي خوشې کولو د اړتیا ترڅنګ د غزې په تړانګه د اسراییلو پراخ برېدونه هم وغندل. حماس په دغه برید کې ۲۴۰ کسان یرغمل کړي دي.

امریکا د اسرائيل او حماس جګړه کې د «بشر دوستانه ځنډونو یا وقفو» غوښتونکې ده، په داسې حال کې چې د شورا ډیری نور غړي په غزه کې د بشري مرستو او د ولسي وګړو د لا نورې مرګ ژوبلې د مخنیوي په موخه د «بشر دوستانه اوربند» غوښتنه کوي.

د امریکا د سفیر مرستیال رابرټ وود، له دې ناستې وروسته خبریالانو ته وویل: «موږ د بشردوستانه وقفو په اړه خبرې وکړې، علاقه لرو چې همدغه ادبیات تعقیب کړو. خو په شورا کې په دې اړه چې آیا دا چاره د منلو ده او کنه، د نظر اختلافات شته.»

تر دې وړاندې هم د ملګرو ملتونو امنیت شورا په غزه کې د اوربند پریکړه لیک د تصویب په اړه هڅې له ناکامۍ سره مخ شوې وې.

اندونیزيا په غزه کې د حماس په تونلونو کې د روغتون جوړول رد کړل

اندونیزیا د اسرائيل هغه ادعا رد کړې ده چې ګویا د غزې په تړانګه کې ددغه هېواد په بودجه جوړ شوی روغتون د حماس تونلونو او راکټي برېدونو تمځای ته نیږدې موقعیت لري.

د اندونیزیا د بهرنیو چارو وزارت نن، سې شنبې (د ۲۰۲۳ میلادي کال د نوامبر ۷مه) په یوه بیان کې اعلان وکړ: «په غزه کې اندونیزیايي روغتون، هغه تاسیسات دي چې د اندونیزیا خلکو د بشردوستانه موخو او د فلسطینیانو د روغتیاي اړتیاوو په موخه جوړ شوي دي.»

جاپان ته د بلینکن سفر؛ غزه کې د جګړې پر چورلیز د جی ۷ هېوادونو ناسته 

د امریکا بهرنیو چارو وزیر آنتوني بلینکن د جي ۷ هېوادونو په ناسته کې د ګډون لپاره جاپان ته رسېدلی دی. هغه منځني ختیځ ته له سفر او ددې سیمې له مشرانو سره تر خبرو اترو وروسته جاپان ته روان شوی دی.

د امریکا بهرنیو چارو وزیر د جي ۷ هېوادونو غونډه کې ګډون لپاره جاپان ته ولاړ
د امریکا بهرنیو چارو وزیر د جي ۷ هېوادونو غونډه کې ګډون لپاره جاپان ته ولاړانځور: Jonathan Ernst/Reuters/AP/picture alliance

دا ناسته چې نن ماسپیښین جوړیږي، اصلي محور یې غزه کې د حماس ملېشو او اسراییلو جګړه ده.

د رپوټونو له مخې، ددې ناستې ګډونوال د غزې جګړې په اړه د یوه واحد سیاست په لټه کې دي.

نتنیاهو: له جګړې وروسته د غزې امنیتي مسؤلیت پر غاړه اخلو

د اسرائيل لومړي وزیر بنیامین نتنیاهو اعلان وکړ چې هېواد یې غواړي د حماس ترهګریزې ډلې پرضد له جګړې وروسته د غزې تړانګې مسؤلیت پر خپله غاړه واخلي.

هغه د ABC News  آمریکايي تلویزوني شبکې سره په مرکه کې وویل اسراییل به د غزې تړانګې بشپړ امنیتي مسؤلیت د «نامحدود وخت لپاره» پر خپله غاړه واخلي.

د اسرائيل لومړي وزیر څرګنده کړه چې له دې پرته به د حماس بريدونه د «تصور خلاف» زیاتوالی ومومي.

اسرائيل «لنډې تکتیکي وقفې» په پام کې نیسي

د اسرائيل لومړي وزیر بنیامین نتنیاهو ویلي دي چې اسرائيل د غزې په جګړه کې د «لنډې تکتیکي وقفې» په پام کې ونیسي ترڅو بشر دوستانه توکو وارداتو ته اسانتیا رامنځته کوي. هغه یو ځل بیا ټینګار وکړ ترڅو چې ټول یرغمل شوي آزاد نه شي هر ډول اوربند ردوي.

د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونیوګوترش د نوامبر په ۶مه نیټه خبریالانو ته وویل چې په غزه کې د سملاسي بشردوستانه اوربند غوښتونکی دی.