1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د مافيا جنجال د اردوغان له پاره وار په وار خطرناکه کیږي

۱۴۰۰ خرداد ۱۲, چهارشنبه

د مافیا یوه مشر د ترکیې د حکومت او ترکيې تر مځکي لاندي نړۍ ترمنځ اړيکي افشا کړي دي. هغه په خپله یوه نوې ویډیو کي د انقرې او داعش ترمنځ د وسلو د غیرقانوني تجارت په هکله خبري کړي.

https://p.dw.com/p/3uL7k
Türkei | Pressekonferenz Erdogan
انځور: DHA

د ترکیې د مافیا مشر سیدات پیکر په ټولنیزو رسنیو کي سخت غبرگونونه راپارولي. په یوتیوب کي د هغه ډیري ویډیوگاني خپرې سوي دي چي ډیر ژر په ترکیه کي د خبرونو سرټکي گرځیدلي. هغه په خپلو خبرو کي د حکومتي گوند د سیاستوالو په نوم اخیستلو سره پر هغوی سخت تورونه لگوي چي په قتلونو ، جنسي تیریو، د مخدره موادو په قاچاق، له قدرت څخه ناوړه استفادې او نورو جنايي پیښو کي لاس لري.

۴۹ کلن سیدات پیکر ترکي رسنیو ته پخوا لا معلوم وو. هغه د ترکيې د مافیایي ډلو یو مهم سړی دی چي څو واره د قتلونو او تښتونو له امله د محکمې ته وړاندي کړل سوی او د یوه جنايي سازمان د بڼسټ ایښودو له امله محکمه سوی هم دی. پیکر په ۲۰۲۰م کال کي اول د بالکان هیوادونو ته وتښتید، اوس هغه د خپلی وینا له مخي په دوبی کي اوسیږي.

Sedat Peker, türkischer Mafia Boss in Exil
د ترکیې د مافیا مشر،سیدات پیکر په جلاوطنۍ کيانځور: Anka

د ال نصرې جبهې له پاره د وسلو ورکول

همدارنگه هغه په خپله اتمه ویډیو کي دا ځل د ترکیې پر حکومت تور لگوي چي په ۲۰۱۴م کال کي یې د ال نصره ملیشو ته وسلې انتقال کړي دي. دغه ترهگره ډله د سوریې په داخلي جگړه کي د واکمن بشارالاسد او د هغه د پوځ په مقابل کي جنگیږي.

هغه د دغو تورونو کیسې داسي بیانوي چي په هغه وخت کي یې د حکومتي استازو سره اړیکي درلودې او باید مرسته یې ورسره کړې وای چي مرستندویه توکي د سوریې په شمال کي ترکمني یاغیانوته ورسوي. خو حالت بل ډول سو او ځیني لارۍ چي په مهماتو ډکي وې ترکمني یاغیانو ته ونه رسیدې او د هغه پر ځای د ال نصره د جبهې استازو پر خوا رواني سوې.

د مافیا دغه مشر زیاتوي چي نوموړي وسلې د سادات په نامه امنیتي او پوځي شرکت له خوا سازماندهي سوي وې چي دغه شخصي شرکت د ترکیې حکومت ته ډیر نژدې دی. د هغه بڼسټ ایښودونکی د ترکیې د ولسمشر اردوغان پخوانی امنیتي مشاور وو. خو د سادات شرکت د ځان په هکله دغه تورونه ردوي.

Syrien Al-Nusra-Front Twitter-Bild Kämpfer in Idlib
آیا انقرې په رښتیا هم اسلامیستانو ته وسلې لیږلي دي؟انځور: picture-alliance/AP Photo/Nusra Front on Twitter

جلاوطنه ژورنالیست دیوندار هم د وسلو د قاچاق رپوټ ورکړی وو

د پیکر پیغام له دې کبله هم مهم دی چي له ډېر وخت راهیسي داسي شواهدو ته اشاره کیږي چي انقره، اسلامي افراطیانو ته د وسلو په تجارت کي ښکېله ده. په آلمان کي جلاوطنه ترکی ژورنالیست، جان دیوندار، چي پخوا د جمهوریت په نامه د اپوزیسیون د ورځپاڼي مدیر وو، په ۲۰۱۵م کال کي د وسلو د هغه قاچاق په اړه رپوټ ورکړی وو چي له مخي یې د ترکیې استخباراتي ادارې، په سوریه کي افراطیانو  ته وسلې او مهمات لیږدولي دي.

له همدې کبله نوموړی په ترکیه کي بندي سو او د ورځپاڼي د مدیر په توگه یې خپله دنده له لاسه ورکړه. هغه په ۲۰۱۶ م کال کي آلمان ته پناه راوړه.

د پیکر دغه ډول تورونه به د ترکیې له حکومت څخه د دیوندار غچ هم واخلي چي اوس په برلین کي ژوند کوي.

Can Dündar Deutsche Welle Global Media Forum SHIFTING POWERS
د جمهوریت ورځپاڼي پخواني مدیرجان دیوندار هم د د وسلو د غیرقانوني تجارت په هکله رپوټ خپور کړی وو.انځور: Malte Ossowski/SvenSimon/picture alliance

پيکر غواړي اردوغان هدف وگرځوي

په یوتیوب کي د پیکر راڅرګندیدل د رجب طیب اردوغان د پرستیژ د راکښته کیدو په معنی دي. د ترکیې حکومت له ډیر وخت راهیسي د مافیا د دغه مشر د تورونو په هکله پټه خوله پاته سوی. اوس له څو اونیو راهیسي خلکو ته دا پوښتنه پیدا سوې چي حاضرجوابه اردوغان اوس ولي په دې اړه څه نه وايي.

د مافیا دغه مشر یوازي په خپلو لومړنیو اتو ویدیويي پیغامونو سره په اصطلاح یوه سیاسي زلزله رامنځته کړه. یوې بلې ویډیو ته چي د راتلونکي یکشنبې په ورځ به خپره سي، په ډیري تلوسې سره انتظار کیږي. هغه اعلان کړی چي په راتلونکي ویډیو کي به اردوغان ته په مستقیم ډول خطاب وکړي.

GP/NZ/DW.Online