1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په پاکستان کې د مدرسې درو معلمانو خپله همکاره وژلې

۱۴۰۱ فروردین ۱۰, چهارشنبه

په ډېره اسماعیل خان کې د مدرسې درو ښځینه معلمانو خپله یوه همکاره ظاهرا مذهب ته د سپکاوي په تور وژلې ده. ویل شوي دي چې پر دغه معلمې د چړې ګوزارونه شوي دي. دغه پېښه د انجمن آباد په سیمه کې شوې ده.

https://p.dw.com/p/49DDz
Pakistan APMA Solidaritätsmarsch
انځور: APMA

د دویچه ویله اردو څانګې د ډېره اسماعیل خان کې د اړونده سیمې له پولیسو سره خبرې کړي او پولیسو دغه پيښه تائید کړې ده. د پولیس په خبره دغه پېښه د مدرسې په دروازه کې رامنځ ته شوې ده. زیاته شوې ده چې پولیسو چې کومې درې معلمانې نیولي دي هغوی پولیسو ته دا منلې ده چې د «توهین رسالت» په تور یې دغه معلمه وژلې ده.

پولیسو په دغه پېښه کې د ښکېلتیا په شک پر درو معلمانو سربیره یوه ۱۳ کلنه شاګرده هم نیولې ده. ویل شوي دي چې نیول شوي کسان سره خپلوان دي.

د دغې مدرسې نوم «جامعه اسلامیه فلاح البنات» ښوول کیږي او وژل شوې معلمې په دغې مدرسې کې تدریس کاوه. د ځایي رسنیو د رپوټونو له مخې لومړی پر دغې معلمې د چړې ګوزارونه شوي او تر ټپي کیدو وروسته یې مرې پرې شوې.

د مدرسې مسوولینو مذهب ته د سپکاوي تور رد کړی دی.

یو رواني ناروغ په پاکستان کې د کفر ویلو په تور سنګسار شوی

د آلمان خبري آژانس د خیبر پښتونخوا ایالت د ډېره اسماعیل خان سیمې د یوه ځایي پولیس نجم الحسنین، له قوله لیکلي دي چې دغه ۲۱ کلنه معلمه د مدرسې د باندې وژل شوې ده.

د صغیر ګیلاني په نوم د پولیسو یوه بل چارواکي یاد خبري آژانس ته ویلي دي چې درې واړه شکمنې قاتلانې نیول شوي او پر خپل جرم یې اعتراف کړی او په دې باور دي چې مذهب ته یې سپکاوی کړی وو.

د آلمان د خبري آژانس د رپوټ له مخې د پاکستان د «توهین رسالت» قانون د ټولو هغو مواردو له پاره چې اسلام یا د اسلام پیغمبر ته توهین وګڼل شي، د مرګ د سزا غوښتنه کوي. خو د بشري حقونو فعالان بیا وایي چې مذهب ته سپکاوي تورونه زیاتره مهال د مذهبي لږکیو پر ضد او یا هم د شخصي انتقام اخیستلو د وسیلي په توګه کارول کیږي. رپوټ زیاتوي چې مذهب ته د سپکاوي په تور تر ۷۰ زیات کسان د محکمې د بهیر تر پیلیدو دمخه د قهرجنو خلکو له لوري وژل شوي.

س.ر/ ن. ز (DPA)