افغانستان ته له ازبکستانه د وارداتي بریښنا تړون تمدید سو.
۱۴۰۰ دی ۱۱, شنبهد بریښنا شرکت نن شنبه (د جنورۍ اوله) د یوې اعلامیې په خپرولو سره خبر ورکړی چي د ۲۰۲۲ میلادي کال له پاره د افغانستان د بریښنا د شرکت او د ازبکستان د بریښنا د ملي شرکت ترمنځ د بریښنا د تورید (واردولو) تړون لاسلیک سو.
د دغي اعلامیې له مخي د برق د تورید دغه تړون، ازبکستان ته د بریښنا د شرکت د عمومي رئیس حافظ محمد امین د سفر په ترڅ کي تمدید سوی دی.
دغه تړون د بریښنا د شرکت د اجرایوي رئیس، حافظ محمد امین او د ازبکستان د بریښنا د ملي شرکت له رئیس جان ایساکولوف تر منځ، د ازبکستان له چارواکو سره د افغانستان د هیئت د درې ورځنیو مذاکراتو په ترڅ کي په هغه هیواد کي لاسلیک سوی دی. د بریښنا د شرکت په اعلامیه کي ویل سوي دي چي د دغه تړون له مخي، ازبکستان به د ۲۰۲۲ کال تر پایه، په یوه کال کي دوه میلیارډه کیلوواټ بریښنا د ۱۰۰ میلیونه ډالر په بدل کي افغانستان ته صادره کړي.
په خبرپاڼه کي همدارنگه راغلي چي په دغه لیدنه کتنه کي د بریښنا د شرکت او د ازبکستان د ملي شرکت چارواکو د سرخان ـ پلخمري د ۵۰۰ کیلوولت لین د پروژې په هکله هم خبري اتري کړي دي.
په دغه اعلامیه کي ویل سوي چي د طالبانو د حکومت هیئت په دغه ناسته کي د په ټپه دریدلو پروژو د پیل کیدو په هدف، د امنیت پر تأمینولو ژمنه کړې ده.
دغه تړون په داسي حال کي تمدیدیږي چي د چارشنبه په ورځ د بریښنا شرکت اعلان وکړ چي په ازبکستان کي د تخنیکي ستونزو له امله، افغانستان ته د دغه هیواد وارداتي بریښنا ۵۰ سلنه راکمه سوې ده.
د بریښنا د شرکت په یوې خبرپاڼي کي لیکل سوي چي د دغه کمښت په نتیجه کي د کابل په شمول د افغانستان ۱۵ ولایتونه ښایي د بریښنا له قطع کیدو سره مخامخ سي. په دغه خبرپاڼه کي راغلي چي د بریښنا د شرکت مسؤلین د ازبکستان له چارواکو سره په تماس کي دي تر څو دغه ستونزه ژر تر ژره حل کړي.
په دغه خبرپاڼه کي ددغي تخنیکي ستونزي په هکله چي د ازبکستان د بریښنا د صاداراتو د کمښت سبب سوې، کوم څه نه دي ویل سوي.
د روان لمریز کال د جدي میاشتي پر شپږمه نیټه افغانستان ته د تاجکستان دوارداتي بریښنا تړون هم د یوه بل کال له پاره تمدید سو. د بریښنا د شرکت مسؤلینو، تاجکستان ته د خپل سفر په ترڅ کي دغه تړون د تاجکستان د بریښنا له مسوولینو سره لاسلیک کړ.
هغه تړون چي د روان کال د جولای له میاشتي تر دسمبره پوري د سیاسي تحولاتو له کبله ځنډیدلی وو، اوس لاسلیک سوی دی.
په افغانستان کي واک ته د طالبانو تر رسیدو وروسته ډیری پروژې په ټپه دریدلي دي.
د ارقامو له مخي د افغانستان د بریښنا نژدې ۷۰ سلنه له گاونډیو هیوادونو په ځانگړې توگه تاجکستان او ترکمنستان څخه تأمین کیږي. افغانستان تل په خاص ډول د یخنۍ پروخت د بریښنا له کمښت سره مخامخ او خلک یې د بریښنا د پرچاو کیدو شاهدان وي.
GP/NS/AG