1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
د قانون حاکميتآسیا

د اندونیزیا په یوې کلیسا کي ځانمرګي برید مرګ ژوبله اړولې

۱۴۰۰ فروردین ۸, یکشنبه

یو شکمن، ځانمرګی بریدکوونکی د یکشنبه په سهار د اندونیزیا د ټاپو، سولاویسي په کلیسا کي وژل سوی. په دغه برید کي ډیر کسان ټپیان سوي هم دي.

https://p.dw.com/p/3rHyv
Indonesien Makassar | Explosion in Kirche
انځور: Indra Abriyanto/AFP/Getty Images

د اندونیزیا د پولیسو په حواله په دغه ځانمرګي برید کي حداقل ۹ تنه ټپیان سوي دي. د پولیسو محلي قوماندان ویلي چي هغه جسد چي موږ د پیښي په ځای کي پیدا کړی، ډیر ګومان کیږي چي په خپله د ځانمرګي برید کوونکي وي.

تر دې مخکي د کومپاس په نامه ټلویزوني چینل د یوه ممکنه ځانمرګي برید په هکله آوازې خپرې کړي وې. د پیښي ځای ته ډیر امبولانسونه او د پولیسو ځانګړي ځواکونه رسیدلي دي.

Indonesien Makassar | Explosion in Kirche
انځور: Yusuf Wahil/AP Photo/picture alliance

تر اوسه لا د برید د سرته رسولو اصلي علت نه دی معلوم. د اندونیزیا د تقریبأ ۲۷۰ میلیونه نفوس څخه څه ناڅه ۸۷ فیصده یې مسلمانان او تقریباً ۱۰ فیصده یې عیسویان دي.