1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

رپوټ: د امریکا په مسجدونوکي ادغام او اسلامي عقیده تقویه کیږي

۱۴۰۰ مرداد ۱۴, پنجشنبه

د امریکا د ټولنیز سیاست او تفاهم انستیتوت د یوه رپوټ پراساس د امریکا مسجدونه په مخ پر ډیریدونکي ډول سره په دغه هیواد کي اسلامي عقیده منعکسوي.

https://p.dw.com/p/3yXQ0
Recep Teyyip Erdogan in den USA Einweihungszeremonie Moschee in Lanham
انځور: picture-alliance/abaca

دغه رپوټ چي پرون سه شنبه خپور سوی دی او د مسجونو د سلونو روحانیونو پر مرکو باندي اتکا لري، دې نتیجې ته رسیدلی دی، چي هغوی تمایل لري د اسلام سم درک رامنځته کړي.

دا که څه هم د « اسلام پر اساسي متنونو باندي اتکأ لري، خو د داسي تفسیر دپاره، چي هدف یې اسلامي احکام او عصري شرایط په نظر کي نیول وي، هم پرانیستی دی.»

په داسي حال کي چي په ډیرو نورو هیوادونو کي یوازي یو فکري مکتب حاکم دی، مهاجرین بیا په امریکايي عنعناتو کي ورګډ سوي، تر څو یو لوی عقیده وي ګروپ تشکیل کړي.

New York Imam und Assistent erschossen - Reaktionen Passanten
انځور: Reuters/S. Keith

په داسي حال کي چي عین انستیتوت په ۲۰۰۰ م کال تشخیص کړې وه، چي د امریکا متحده ایالاتو په ۵۳ فیصده مسجدونو کي په انګلیسي خبري کیږي، اوس بیا هلته د انګلیسي ژبي فیصدي ۷۲ ته لوړه سوې ده.

د بلي خوا بیا تر نیمايي ډیرو  مسجدونو(۵۱ فیصده) یو امریکايي سیاستمدار میلمه کړی، تر څو عبادت کونکو ته یې خبري وکړي. د دغه رپوت د یوه لیکونکي، احسان بجبي په خبره دا تر یوې عیسوي ټولني (کلیساوي) ډیر لوړ سیاسي مشارکت دی، چي هلته تر سره کیږي.

د رپوټ پراساس مسجدونه په اجتماعي ابتکارونو، لکه داوطالبانه کارونو او نورو کي ډیره لوړه برخه اخلي. سربیره پردې د درو مسجدونو څخه د دوو مسجدونو په رهبرۍ کي ښځي حضور لري. د دغه رپوټ پر اساس: «د امریکا مسجدونو د جنسیت په لحاظ د نړی تر بل هر ځای مدغم سوي دي.»