څېړنه: آلمان کې نژدې ۴لکه خلک د سیلابونو له خطر سره مخ دي
۱۴۰۳ شهریور ۲۱, چهارشنبه
د یو اف یو، دغه تازه څېړنه وايي چې په آلمان کې به نږدې ۳۸۴۰۰۰ خلک احتمالا په راتلونکو کلونو کې په شدیده توګه د سيلابونو له امله اغیزمن شي.
له دې ډلې، ۱۹۰زره او ۸۰۰ کسان هغه دي چې د راين سیند په اوږدو او د دغه سیند فرعي شاخو ته نژدې هستوګن دي او په حدود د ۹۸زره ۸۰۰ نور بیا البه سیند ته نژدې پراته خلک دي.
دغه څېړنه د زرغون ګوند د پارلماني ډلې په سپارښتنه د آلمان په ایالتونو کې د سېلابونو خطر د مدیریت د پلانونه له پاره ترسره شوې ده.
د څېړنې ليکوالان وايي چې کېدای شي له خطر سره د مخ افرادو په ارقامو کې ډېر بدلون رامنځ ته شي. دوی وايي په تېر کې د اودر سيند سيلابونو ته په کتو، په څېړنه کې اوسني اټکل شوي ارقام ښايي ډېر محافظه کارانه وي.
یولیا ویرلیندن چې د يادي پارلماني ډلې مرستیاله ده، د څېړنې موندنې ېې د یو «الارم» یا خبرداري په توګه ارزولي. هغې «اقليمي بحران ته په کتو له سیلابونو څخه د محافظت له پاره» د لا ډېرو فوري او موثرو اقداماتو پر اړتیا ټينګار کړی دی.
په فبرورۍ مياشت کې هم دې ته ورته ېوې څېړنه کې راغلي ول چې په آلمان کې له ۳ لکو ډېر ساختمانونه د سيلابونو په معرض کې قرار لري. دغه څېړنه د آلمان د بيمې ټولنې (جي ډي وي) له خوا ترسره شوې وه.
د يو اف یو نوې څېړنې څېړونکي د پېښو پر وړاندې له مخکې پر لا ډېر چمتووالي ټينګار کوي: «که څه هم د شدیدو بارانونو وړاندوینه یوازې په لنډ وخت کې کيږي، خو د نظارتي سیستمونو پراختیا او د آب او هوا د وړاندوېنې نمونې په خپل حال کې مهمې دي.»
(dpa) mks/nz
له آرشیف څخه (27.12.2023 ):