نړيوال نامتو ستوري چي په خټه عرب دي
ايا خبر واست چي د هاليووډ او د نورو څانګو دغه نړيوال ستوري په اصل کي عرب دي؟ دا چي دا کوم ستوري دي، په دغه انځوريز راپور کي يې کتلای سئ:
سټيف جابس
د اېپل کمپنۍ مؤسس، سټيف جابس د يوه مسلمان زوی وو. د هغه پلار عبدالفتاح جندالي د سوريې وو او مور يې جوآنه شيبلس نومېدله. خو د سټيف جابس د مور والدين د يو مسلمان زوم پر ضد ول او له دې کبله د پاول او کلارا په نوم يوې جوړې سټيف جابس په سرپرستۍ واخيست او هغه يې ستر کړ.
اريانا ګراندې
امريکايي سندرغاړې، آريانا په ۲۰۱۴م کال په خپل فيسبوک پاڼه کي وليکل: «ما اوس وموندل چي زما نيکه او انا يونانيان دي او د شمالي افريقا نه دي... او ما فکر کاوه چي زه به ايټالوۍ يم. زه څوک يم؟» خو دغه ستوری په اصل کي عربه ده.
شاکيرا
نامتو سندرغاړې او سندره ليکونکې، شاکيرا په کولمبيا کي زېږېدلې ده. خو د هغې پلار په اصل کي لبنانی او مور يې له کولمبيا ده. خو د شاکيرا نيکه او انا لبنانان ول او نيويارک ته مهاجر سوي ول اوهلته د شاکيرا پلار زېږېدلی دی.
آمال کلوني
د بشري حقونو مشهوره وکيله او فعاله، آمال کلوني د هاليووډ د ستوري جيورج کلوني مېرمن ده. آمال په لبنان کي زېږدلې ده او خپل د ژوند لومړي کلونه يې په بيروت کي تېر کړي دي. تر هغه وروسته د هغې کورنۍ اروپا ته مهاجرت وکړ.
سلما هايک
سلما هايک چي په ۵۰ کلنۍ يې د تر ټولو جذابې مېرمنې لقب خپل کړ، په مکسيکو کي زېږېدلې ده. د هغې مور د مکسيکو خو پلار يې له لبنان څخه دی. د هغې مور په اصل کي په خټه هسپانوۍ ده.
جي جي حديد
امريکايي جي جي حديد چي ورته د سوپر ماډل خطاب هم کيږي، د فلسطين ده. د هغې اصلي نوم يلېنه نورا حديد دی. د هغې مور هالنډۍ ممثله يا اکټره ده چي يولاندا فورستر نوميږي. د جي جي د پلار نوم محمد حديد دی او هغه په فلسطين کي د جائيداد رانيولو او خرڅولو تجار دی. د جي جي خور هم ماډله ده.
اندرې آګاسي
د ټېنس سپورټ پخوانی نړيوال اتل، اندرې آګاسي د پلار له خوا عرب الاصله دی. د هغه پلار ايمانويل مايک آګاسي په ايران کي زېږېدلی او هلته لوی سوی دی. د اندرياس پلار په ايران کي د بوکس وهلو د سپورټ اتل هم وو.
ټېري هېچر
نامتو ايکټره، ټېري هيچر چي په تلويزيوني سريال «دسپرت هاوس وايفس» کي هم کار کوي، په اصل کي د سوريې ده. دغه نامتو امريکايي ايکټره په خټه نيمه سوريايي او نيمه بريتانوۍ ده.