1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
سياستافریقا

قناري ټاپوګانو ته څرمه د يوې مهاجري جسد موندل سوی

۱۴۰۰ آبان ۱۲, چهارشنبه

د اسپانيا ساحلي گارد د قناري ټاپوگانو ته نژدې د یوې مهاجري ښځي جسد پیدا کړی. په خبره یې دغه جسد څو ورځي په اوبو کي لاهو وو. د ژغورني دوو کښتیو هم د سه شنبه په ورځ په مدیترانه کي د ۳۲۵ پناه غوښتونکو بیړیو ته نجات ورکړی .

https://p.dw.com/p/42WQC
Migranten auf den Kanaren
انځور: Javier Bauluz/AP/dpa/picture alliance

د اسپانيا ساحلي گارد د ژغورنی د یوه عملیات په ترڅ کي د قناري ټاپوگانو ته نيژدې د یوې ښځي جسد چی په اوبو کي لاهو وو، پیدا کړی. یوې ویاندي د سه شنبه په ورځ وویل چي »دغه جسد واقعاً په یوه بد حالت کي دی.« هغه زیاتوي چي ښايي دغه جسد څو ورځي په اوبو کي پروت وو. له همدې کبله چارواکي نه سي کولای ووايي چي دغه ښځه له شمال او که د افریقا له لويي وچي څخه ده.

لکه څنگه چي نوموړې ویانده زیاتوي، د ساحلي گارد یوې کښتۍ د دغي ښځي بې روحه جسد، هغې کښتۍ ته د رسیدو پر لاره پیدا کړ چي پکښي ۵۲ تنه په اضطراري حالت کي سپاره ول. د سه شنبه د ورځي په بهیر کي ژغورنکې عمله د دریو نورو بیړیو سره هم مخامخ سوه. په دې ډول د سه شنبه په ورځ په مجموع کي ۱۷۲ مهاجر ژغورل سوي دي.

د اسپانيا د کورنیو چارو وزارت د معلوماتو له مخي، په تیرو لسو میاشتو کي له افریقا څخه مجموعاً ۱۶ زره ۸۲۷ مهاجر د بیړیو په مرسته د قناري ټاپوگانو ته رسیدلي دي. دغه رقم په تیر کال کي د همدغه وخت په پرتله ۴۴ سلنه زیاتوالی ښیی.

د قناري پر لور له مراکش څخه تر ټولو لنډه لار سل کیلومتره واټن لري. د اوبو د قوي جریان له کبله له دغي لاري اوښتل ډیر خطرناک وي. ډېر مهاجر له نورو لیرو لارو، لکه د لویدیځي صحرا سواحلو، موریتانيا، سینیگال او یا هم نورو لارو څخه کار اخلي.

د مدیترانې له اوبو څخه د مهاجرو ژغورنه

د آلماني سازمان د ژغورني کښتۍ د سه شنبه په ورځ د مدیترانې له سمندر څخه مجموعاً ۳۲۵ مهاجر وژغورل. لکه څنگه چي د »سمندر سترگه« په نامه دواړه آلماني بڼسټونو او د  «Mission Lifeline» په نامه د رسدني آلمانۍ مرستندیوه ټولني د سه شنبه په ماښام اعلان وکړ ، دغه کسان د څو ماموریتونو په ترڅ کي له پنځو هغو بیړیو څخه ژغورل سوي چي د سمندر له پاره مناسبي نه وې. د ژغورل سوو کسانو په ډله کي ۱۵۰ کوچنیان هم شامل ول. د سمندر د سترگي په نامه سازمان مشر ، گوردن ایسلر ویلي چي موږ خوشاله یو چی دغه کورنۍ اوس زموږ د خواخوږو خدمو سره دي.

د رپوټونو له مخي دغو ۳۲۵ مهاجرو د »سمندر سترگه ۴« څخه صحي خدمات ترلاسه کړي. ویل کیږي چي ډېر ژغورل سوي کسان له صحي ستونزو سره مخامخ سوي او پنځو تنو جدي زخمونه هم زغملي دي.

ایټالیا ته د افغان پناه غوښتونکو رسیدل

سربیره پردې، د »اسنا« په نامه ایتالیايي خبري آژاس د رپوټ له مخي، د سه شنبه په ماښام شاوخوا ۱۲۰ افغان مهاجرو، ځانونه د ایټالیا د سیسیل ټاپو په جنوب کي د پورتوپالودی کاپوپاسرو سیمي ته رسولي دي. د پلټونکو په حواله، دغه مهاجر ښايي له یونان او یا هم ترکیې څخه ایټالیا ته رسیدلي وي.

مرستندویه سازمانونه د مدیترانې په سمندر کي تل له ژغورونکي ماموریت څخه رپوټونه ورکوي. پناه غوښتونکي اکثره وخت د افریقا شمال پریږدي او غواړي د مدیترانې د سمندر د اوبو د خطرناکو لارو څخه ځانونه د اروپا اتحادیې ته ورسوي. د هغوی د سفر هدف زیاتره وخت ایټالیا وي.

په دې وروستیو وختو کي د افغانانو په شمول ډېر مهاجر دقناري د سواحلو جنوب ته رسیدلي چي د رسنیو د رپوټونو له مخي یې محلي چارواکي له دې کبله ترسخت فشار لاندي راوستي دي.

GP/NZ/AG