هسپانيا: د ځنګله اور د ۱۱ کسانو ژوند اخیستی
۱۴۰۵ تیر ۱۹, جمعه
د هسپانیې چارواکو د جمعې په ورځ ويلي دي چې د دغه هېواد د جنوبي المريا سيمې په ځنګل کې اورلګېدنې د لږ تر لږه ۱۱ کسانو ژوند اخیستی دی. دا اورونه په سيمه کې د ګرمۍ د سختې څپې په پایلې کې لګيدلي دي.
ويل شوي دي چې شپږ کسان د بيدار سيمې په يوه کوچني کلي کې د پنجشنبې په ماښام مړه وموندل شول چې له دوی څخه یې د څلورو جسدونه په يوه موټر کې موندل شوي.
د اندلس سيمې چارواکو د جمعې پر سهار د يوې اعلامیې په خپرولو سره وویل چې شپږ نور جسدونه په لاس ګالاردوس سيمه کې موندل شوي چې په دې توګه د مړو شویو شمیر ۱۲ کسانو ته لوړ شوی دی.
خو چارواکو بيا وروسته وویل چې تر اوسه ټولټال ۱۱ کسانو ژوند له لاسه ورکړی دی او ۱۹ نور کسان لادرکه دي.
د اندلس د صدارت، روغتيا او بيړنيو چارو وزير انتونیو سانز، وویل چې د قربانیانو د هويت د پيژندلو چارې لا هم رواني دي «خو ټولې واضح نښې نښانې دا دي چې اکثريت یې او يا ممکن ټول مړه شوي کسان بهرنیان دي.»
هغه تر دې دمخه ويلي ول چې خپل غم په الفاظو کې نه شي بيانولی او اورلګېدنه یې د «نه وړاندوينې وړ تراژيدي» بللې.
د هسپانیې لومړي وزير پیدرو سانچز، او د هسپانیې پاچا او ملکې هم د ايکس شبکې له لارې په دې اورونو کې د انسانانو په مړينه ژوره خواخوږي څرګنده کړې ده.
په دې منځ کې سانز، د سيمې له اوسيدونکي غوښتي چې له اغیزمنو سيمو څخه لېرې پاتې شي، ځان له هر ډول خطر څخه وساتي او د تېښتې لارې د بيړنيو خدماتو سره تر همغږۍ وروسته انتخاب کړي.
هغه وویل: «اوس مطلق لومړيتوب د خلکو د ژوند ژغورل دي او همدا علت دی چې ټول عملياتي خدمات نه ستړه کیدونکي هلې ځلې کوي څو دغه هدف ترلاسه شي.»
د اور خاموشه کولو هڅې
چارواکو د پوځ د بيړنۍ قطعې شا او خوا ۱۵۰ پرسونل د اور د خپرېدو د مخنيوي په موخه ګمارلي دي.
دوی به د اطفاييې د نورو کابو ۱۵۰ غړيو سره يوځای شي چې د اور وژلو لارۍ، نور سامان آلات او طبي عمله هم ورسره مله ده.
د الموکایزر، فوینتو دل الباريکو، لاس پينوس، لا سیرينا او الپينار په ګډون يو شمیر سيمې تخليه شوي دي.
اور ولې لګېدلی؟
تر دې مخه عيني شاهدانو چارواکو ته ويلي ول چې دا اور ښايي په وچو وښو او بوټو کې د بريښنا د يوه مزي رالوېدو له کبله لګېدلی وي. خو چارواکو تر اوسه نه ده تائيد کړې چې د اورلګېدو علت همدا وو.
هسپانيا او د اروپا يو شمیر نور هېوادونو دمګړۍ د تودوخې د لوړو درجو شاهدان دي چې له کبله یې په ډېرو سيمو کې د موسم نارنجي خبرداری ورکړل شوی دی. دا د موسم اړوند خبرداري دويمه لوړه کچه ده چې د پام وړ خطر ته اشاره کوي.
د تودوخې لوړه درجه نباتات وچوي چې دا په ځنګله کې د اورلګېدنې ګواښ ډيروي.
د اروپا د ځنګلي اورونو د معلوماتو سيسټم په حواله هسپانيې په ۲۰۲۵م کال کې د خپل معاصر تاريخ د ځنګلونو تر ټولو ناوړه اورلګېدنه تجربه کړې وه. هغه وخت څه نا څه ۳۹۳ زره هکتاره ساحه سوځېدلې وه.