1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
روغتيااروپا

پاخه عمر لرونکي ساتیره کسان بهتره عاشقانه اړیکي لري

۱۴۰۰ فروردین ۴, چهارشنبه

لوبي کول او ساتیري نه يوازي په ماشومانو کې، بلکې په ډير عمر لرونکو کي هم یو ارزښتناک عادت بلل کيږې. داسې کسان کولې شی ځانته په زړه پورې فضا رامنځته او یو مينه ناک ژوند تجربه کړي.

https://p.dw.com/p/3r2yM
Paar spielt an der Konsole
انځور: picture-alliance/Bildagentur-online/Tetra-Images

د يوې څېړنې پايلو ښودلې ده چې په پاخه عمر کې ساتیري او شوخې کولی شی د دوی عاشقانه اړيکي لا زیات د باور وړ، دوامداره او رضایت بخښونکي کړي.

د آلمان «دويچلند فونک» رسنۍ د رپوټ له مخې، دغه څېړنه چې د آلماني کارپوهانو په ګډون د څیړونکو د یوې ډلې له خوا ترسره شوې او پايلې يې د روان پيژندنې په تخصصي مجله کې خپرې شوي دي، د څيړنو، تجربو او موجوده نظر پوښتنو پر بنسټ ترتیب شوې وه.

له همدې کبله په پاخه عمر کې ساتیره او خوش طبیعته کسان داسې وړتیا لري چې خپلو ورځنيو فعاليتونو ته د بل رنګ او بڼې په ورکولو سره کولی شي هغه لا زیات زړه راښکونکي او جذابه کړي.

همدارنګه دغه کسان پيچلو مسائلو، فعالیتونو، موضوعاتو او له غیر عادي خلکو سره ناستې ولاړې ته ډیره لیوالتیا لري.

شوخ کسان معمولاً د نورو له نظره بې پروا، او په اصطلاح شیطانه معلومیږي.

د ساتیره سړي کړه وړه لکه د خپل ژوند ملګري د حیرانولو له پاره د هغه شوق او لیوالتیا، چې د ژوند د ګډو تجربونو او پيښو د بیانولو له پاره یې هغه ته ښکاره کوي، کولی شي خپل ګډ ژوند ته یوه نوې سا ور وبخښي.

له مخکنيو نظر پوښتنو څخه هم جوته شوي ده چې د یوه کس فردي خوشي او ساتیري د نورو ترڅنګ د ژوند د ملګري په انتخابولو کې هم مهم ګڼل کیږي.