1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د یوه آلماني په کور کې په لسګونو ماران او لړمان موندل شوي

۱۴۰۰ آذر ۸, دوشنبه

په آلمان کې د استوګنې په یوه اپارتمان کې ۵۰ زهر لرونکي ماران او لړمان موندل شوي دي. د دغو زهر لرونکو حشرو د را ایستلو عملیاتو ۱۴ ساعتونه دوام وکړ. دې سړي د هاګن په ښار کې ځانته یو شخصي ځنګل جوړ کړی وو.

https://p.dw.com/p/43cY3
Klapperschlange
انځور: picture-alliance/dpa/R. Wilms

د اطفایې یا ژغورنې کارمندانو د دغه سړي د کور له لوړ پوړ او زیرزمينۍ څخه داسې ماران او لړمان را وایستل چې یو شمیر یې ډیر زهري وو.

د دغو پيچلو عملیاتو په جریان کې چې څو ساعتونه یي دوام وکړ، افعي ماران، ګابون او عینکي کُوبرا ماران هم تخلیه شوي دي.

د احتمالي چیچل کیدو په صورت کې چیچل شویو کسانو ته د رسیدګۍ او بیړني وضعیت د کنترول له پاره روغتیایي ټیم او څو امبولانسونه هم هلته موجود وو.

د دغو خزندګانو او خطرناکو حشرو یو شمیر یي د دغه کس په اپارتمان کې چې ۴۵ متره مربع مساحت لري، او یو شمیر زهرجن ماران یي په زیر زميني کې ساتل کیدل چې د دغې لویې ودانۍ ټولو خلکو ورته تګ راتګ کولی شو.

له دغو پيچلو او خطرناکو عملیاتو تر پای ته رسیدو وروسته، ټول زهرجن ماران او لړمان د آلمان په نورد راین- وستفالن ایالت کې د حیواناتو د پيژندنې یوه سازمان ته وسپارل شول.

آژانسونه: ش.ن/ ب.ص