1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

صربستان کي ډزي ـ زيات مهاجر خوندي ځای ته بېول شوي

۱۴۰۱ آذر ۶, یکشنبه

د صربستان پوليسو د شنبې په ورځ تقريبا د افغانانو په شمول ۱۰۰۰ مهاجر يوه خوندي ځای ته انتقال کړي دي. تر مخه د هنګري پر سرحد د قاچاق وړونکو او مهاجرو تر منځ ډزي شوي وې.

https://p.dw.com/p/4K8mg
Ungarn/Serbien tschechische und slowakische Polizisten schützen gemeinsam die Grenze
آرشيف انځورانځور: imago images/CTK Photo

په بلګراد کي د پوليسو مرستيال مشر دراګان واسيلويچ له سرحد څخه د مهاجرو د انتقال په هکله معلومات ورکړي دي.

هغه وويل چي د پنجشنې په ورځ (د ۲۰۲۲ کال د نوامبر ۲۴ نېټه) د مهاجرو او قاچاق وړونکو تر منځ د هنګري پر سرحد په ډزو کي شپږ تنه ژول شوي ول. د هغه په وينا په ښکيلو کسانو کي د افغانستان او مراکش ابتاع شامل ول. د پوليسو د دغه چارواکي په وينا په قضيه کي توپک، توپنچې او مرمۍ هم ضبط کړل شوي دي.

مهاجرت: برلین او بروکسل پر صربستان باندي فشار لوړوي

د بالقان په نوم د مهاجرت لاره چي ورباندي زيات شمېر مهاجر اروپايي اتحاديې ته ځان رسول غواړي، تر صربستان او هنګري هيوادونو تېريږي. د چارواکو په وينا د تېر کال په پرتله سږکال د بالقان پر مسير د مهاجرت کوونکو شمېر دوه چنده زیات شوی دی. د پوليسو بيلو منابعو دغه خبره تائيد کړېده.

د هنګري هیواد له ۲۰۱۵ کال راهيسي کوښښ کوي چي و سرحد ته د ناقانوني داخيلېدونکو مخه ونيسي. دغه هيواد په همدې مقصد د صربستان سره پر خپله پوله وسپنيزه جګې کټارې او موانع جوړې کړي دي.

صربستان پناه غوښتونکي اخراج کړل ـ خو اروپايي ټولنې ته

په سلونو هغه مهاجر چي غواړي هنګري ته واوړي، هغوی په صربستان کي په کږديو او خرابو کي د خپل چانس په انتظار شپې او ورځي تېروي. هغوی د قاچاق وړونکو په مرسته هڅه کوي چي تر سرحد و هنګري ته واوړي. د هغوی کېږدۍ په صربستان کي دننه د هنګري و پولې ته نژدې کليو کي ولاړي دي. خو اکثره دغه مهاجر له پولي څخه په اوښتلو کي ناکامه کيږي.

د مهاجرو او قاچاق وړونکو تر منځ په تکراري او دوامداره توګه لانجې رامنځته کيږي چي بيا په تاوتريخوالي هم اوړي. د بېلګي په توګه په جولای مياشت کي يو مهاجر په تاوتريخوالي کي ووژل شو.

آ./ا.ا./ن.ص.