1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په سعودي عربستان کې د ښځو لومړی نړيوال ټورنمنټ ترسره کيږي

۱۳۹۹ مهر ۸, سه‌شنبه

د سعودي عربستان چارواکو ويلي دي چې دغه هېواد به د ښځو د گالف د دوو نړيوالو سياليو کوربتوب وکړي. دا به لومړی ځل وي چې په دغه هېواد کې د ښځو نړيوالې لوبې ترسره شي.

https://p.dw.com/p/3j9Fp
Saudi Arabien - Nationalfeiertagszeremonien im King Fahd Stadion in Riad
انځور: Getty Images/AFP/F. Nureldine

د سعودي خبري آژانس د دوشنبې په ورځ ويلي دي چې په سعودي عربستان کې به په نومبر مياشت کې د کرونا له محدوديتونو راهیسې د لوبو لومړی دغه ډول ټورنمنټ ترسره شي.

د ښځينه اروپايي لوبغاړو تر چتر لاندې ترسره کیدونکي دا مسابقې به په سعودي عربستان کې د گالف د ښځو لومړۍ مسلکي لوبې وي.

دغه داوړه سیالۍ به د بحره الحمر يا سره سمندر پر غاړه د پاچا عبدالله په ښارگوټي کې ترسره شي.

د آرامکو سعودي د ښځو نړيوالې لوبې به د نومبر له ۱۲ څخه تر ۱۵ نیټې پورې ترسره شي چې د يو ميليون ډالرو نغدي جایزه هم لري. دا سيالۍ په اصل کې د روان میلادي کال په مارچ مياشت کې باید ترسره شوی وای او تمه وه چې د گالف تر سلو زيات لوبغاړي پکې گډون وکړي خو د کرونا د وبا له وجې دغه سيالۍ وځنډول شوې.

اړونده موضوع: په سعودي کې د لومړي ځل له پاره د ښځو د کشتي سیالي کیږي

د سعودي نړيوالو ښځو په نوم لومړی ټورنمنټ به بيا د نومبر له ۱۷ څخه تر ۱۹ نیټې پورې ترسره شي. د دغه سيالۍ گټونکي ته به نيم میليون ډالر ورکړل شي.

په دې سياليو کې به په ټولیزه توگه ۳۶ لوبډلې برخه ولري چې هره يوه به یې ۴ غړي ولري. په دې ترڅ کې به يو په يو يا فردي مسابقې او هم د لوبډلې په کچه مسابقې ترسره شي.

ویل شوي دي چې د گالف د دغه دواړو سياليو پر وخت به روغتيايي لارښوونو ته بشپړه پاملرنه وشي. د مسابقو د همغږي کوونکو د انټرنټ پاڼې په حواله به د کرونا ويروس له کبله ټکټونه ونه پلورل شي.

زموږ له آرشيف څخه: