1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

سعودي عربستان په دغه هیواد کې د پانګونې شرايط اعلان کړل

۱۴۰۰ فروردین ۹, دوشنبه

سعودي عربستان پر بهرنيو شرکتونه فشار راوستۍ چې په دغه هیواد کې د پانګونۍ په صورت کې باید په رياض کې خپل سیمیز مرکزونه جوړ کړي. د نړۍ ځينو شرکتونو د مخه لا په دې اړه له سعودي عربستان سره قراردادونه لاسليک کړي دي.

https://p.dw.com/p/3rKhg
Saudi-Arabien Mekka Luftaufnahme der Kaaba an Eid Al-Adha
انځور: picture-alliance/AA/R. Turgut

له دوبۍ څخه د رويټرز خبري آژانس ليکلی چې د سعودي عربستان حکومت بهرنيو شرکتونو ته ويلي دي چې دوی له ۲۰۲۴م کال څخه يوازې په هغه صورت کې کولای شي حکومتي قراردادونه ولري چې په دغه هیواد کې خپل سيمه ایز دفترونه ولري.

سعودي عربستان دغه راز د سرمايې د جذبولو په موخه، د خپل ۲۰۳۰م ويژن پلان پراساس يو لړ ټولنيز او اقتصادي اصلاحات هم په لاره اچولي دي.

د ۲۰۳۰ ويژن، د سعودي عربستان هغه پلان دی چې غواړي له لارې په نفتو پورې خپل د عواید تړل راښکته او د عوایدو سرچينې يې په نوو سکتورونو لکه، روغتيا، تعلیم، زیربنايي پروژو او د تفريحي او توريزم صنعت په برخو کې پراخې کړي.

د سعودي عربستان حکومتي خبري آژانس (SPA) ته ويلي دي چې په فبروري میاشت کې ۲۴ نړيوالو شرکتونو په رياض کې د خپلو سيمه ایزو دفترونو د جوړولو قراردادونه لاسليک کړي دي.

رويټرز خبري آژانس د یو شمیر هغو شرکتونو نومونه ښودلي چې ويلي يې دي په رياض کې سيمه ایز دفترونه پرانيزي:

امريکايي ساختماني شرکت (BECHTEL) ويلي دي چې په رياض کې خپل مرکزي دفتر پرانیزي تر څو له دغې لارې د سعودي عربستان په ګډون د فارس خليج شپږو هیوادونو (متحده عربي امارات، عمان، قطر، بحرین او کويت) سره خپل همکارۍ تر پوښښ لاندې ونیسي.

Saudi-Arabien Mekka | Corona & Hadsch | Pilgerfahrt
سعودي عربستان اعلان کړی چې په دغه هیواد کې پانګوال شرکتونه باید په دغه هیواد کې خپل سیمیز دفترونه ولريانځور: Reuters/Saudi Press Agency

د تکنالوژۍ په برخه کې د (CSG) په نوم امريکايي شرکت ويلي دي چې دوی له دوبۍ څخه رياض ته د خپل سيمه ايز دفتر د انتقال په حال کې دي، خو زیاتوي چې په دوبۍ کې به هم خپل دفتر و نه تړلي.

د موټرو واردونکي آلماني شرکت (ROBERT BOSCH) يوه ویاند هم ويلي دي چې له سعودي عربستان سره يې د سوداګرۍ د ودې د تفاهم يو قرارداد لاسليک کړی دی. دغه شرکت په سعودي عربستان کې يو دفتر لري. همدغه راز د متحده عربي اماراتو په ګډون په سیمه کې حضور لري.

د هوټلونو د خدماتو په برخه کې د هندي شرکت اويو (OYO) وياند ويلي دي چې دوی به د رياض ښار په ځانکړې اقتصادي سیمه د عبدالله پاچا په ناحيه کې خپل دفتر پرانیزې.

د پانګونې په برخه کې د فرانکلين تيمپلیشن (FRANKLIN TEMPLETON) شرکت چې په ترکيه او عربي اماراتو کې هم څانګې لري.

د ديلويت(DELOITTE) شرکت. د دغه شرکت د يوې وياندې په خبره له ۱۹۵۰م کال راهيسې په سعودي عربستان کې فعاليت لري.

په رپوټ کې د پي ډبليو سي (PwC)، بوئینګ (BOEING)، شيفرون (CHEVRON)، ګوګل، ستندرد چارترد بانک، فورد، ګرين برير (GREENBRIER) شرکتونو نومونه هم راغلي دي.

رويترز/م.ک.ص./ن.ز.

پر ورته موضوع زموږ له آرشيف څخه يو انځوريز البوم هم کتلئ شئ: