1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

سعودي له پاکستان سره ۳ میلیارده ډالره مرسته کوي

۱۴۰۰ آبان ۵, چهارشنبه

سعوي عربستان په یوه داسې وخت کې له پاکستان سره د مرستې اعلان کړی دی چې د ریاض حکومت او واشنګټن ترمنځ اړیکې هم یو څه خړې شوي دي.

https://p.dw.com/p/42Ehk
Pakistan Islamabad Mohammad bin Salman und Imran Khan
انځور: Bandar Algaloud/Saudi Kingdom Council/AA/picture alliance

سعودي عربستان پریکړه کړې ده چې د پاکستان په اصطلاح ناروغه اقتصاد د بیا رغولو له پاره ۳ میلیارده ډالره مرسته وکړي. د چهارشنبې په ورځ پاکستاني چارواکو تائیده کړې چې د سعودي له مرستو سره به د انرژۍ د تامين او په ځنډ سره د پورونو د ادا کولو په برخه کې آسانتیاوې رامنځته شي.

د پاکستان د اطلاعاتو او نشریاتو وزیر فواد چوهدري د شپې ناوخته په یوه تویټ کې د سعودي عربستان دغه مرستې د پاکستان د مخ پر ځوړ اقتصاد د بیا را ژوندي کولو مترادف بللی دی.

فواد چوهدري د بیړني خبر په ورکولو سره وویل چې له دغو پيسو سره به د مرکزي بانک مخ پر کمیدونکي زیرمې مستحکم او باثباته کړای شي. د پاکستان د اطلاعاتو او نشریاتو وزیر زیاته کړه چې د ریاض حکومت به د نفتي تولیداتو د تمویل په برخه کې هم له پاکستان سره مرسته وکړي.

د پاکستاني چارواکو په حواله په دې توګه به د اسلام اباد حکومت وکولی شي د نړیوال مالي صندوق د پورونو موجوده مالي بستې د ادا کولو بهیر چې تر ۲۰۲۳ کاله پورې باید ادا کړای شي، تر ټاکل شوي نېټې او معیاد پورې په بریالیتوب سره پای ته ورسوي.

همدارنګه په پاکستان کې د انرژۍ تامينولو کړکیچ د کنترول له پاره د سعودي حکومت اسلام آباد ته د ۱،۲ میلیارده ډالرو په ارزښت د اومو تیلو او پترولي تولیداتو د ورکولو خبره کړې ده، چې پيسې به یې د یوه کال په ځنډ سره ورکول کیږي.

ویل شوي چې سعودي عربستان ته د پاکستان د لومړي وزیر عمران خان د وروستي سفر پر مهال دغه تړون نهایي شوی و. د سیمه ایزو رسنیو په حواله په مالي چارو کې د لومړي وزیر سلاکار شوکت ترین او د انرژۍ وزیر حماد اظهر به د چهارشنبې په ورځ د دغه تړون نور جزئیات له رسنیو سره شریک کړي.

له سعودي عربستان سره دغه تړون ته د پاکستان په اصطلاح ناروغه اقتصاد د بیا پر پښو درولو په برخه کې د یوه لوی پرمختګ په سترګه کتل کیږي.

د یادونې وړ ده چې سعودي عربستان په ۲۰۱۸م کال کې هم د پاکستان له پاره د یوه همداسې بستې اعلان کړی و، خو ترکیې او مالیزیا ته د پاکستان د نزدې کیدو له کبله د ریاض حکومت له دې موافقې څخه پر شا شوی وو.

آژانسونه: ش.ن/ ن.ز