1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

لومړۍ سعودۍ مېرمنه فضا ته لېږدول کيږي

۱۴۰۱ مهر ۳, یکشنبه

د سعودي عربستان د فضايي تحقیق اداره غواړي چي د امريکا د فضايي شرکت ايکسوم سره په ملگرۍ راتلونکي کال کي يوه سعودۍ مېرمنه فضا (خلا) ته ولېږي.

https://p.dw.com/p/4HJdR
دا به لومړی واری وي چي يوه سعودي مېرمنه فضا ته لېږل کيږي
دا به لومړی واری وي چي يوه سعودي مېرمنه فضا ته لېږل کيږيانځور: NASA/ZUMA Wire/picture alliance

د سعودي عربستان فضايي ادارې ويلي دي چي که هر څه د پلان سره سم بشپړ سي، نو راتلونکی کال به د سعودي عربستان سره تړاو لرونکې يوه ستورمزلې مېرمنه و خلا يا تشيال ته ولېږل سي. سعودي عرب د فضايي یا خلايي تحقيق پروگرام پېل کړی دی چي غواړي په ترڅ کي يې راتلونکی کال دوه ستور مزلي فضا ته ولېږي. ويل سوي چي له دغو دوو ستور مزلو څخه به يوه خامخا يوه مېرمنه وي. د سعودي عربستان په وينا دغه ماموريت به د امريکا د متحده ايالاتو د ټيکساس ايالت په هيوسټن ښار کي مستقر ايکسيوم سپېس په نوم ادارې په مرسته او شراکت تر سره سي.

په امريکا متحده ايالاتو کي د ايکسيوم سپېس رئيس مايکل سفيرډني په يوه وينا کي ويلي دي: »خلا د ټول انسانيت ميراث ده. ايکسيوم سپېس د سعودي د اسپېس کميشن یا کمیسیون سره په گډه و خلا ته د يوې سعودۍ مېرمنې د لېږد له چمتو والي څخه هرکلی کوي.«
ناسا سپوږمۍ ته د ختلو «آرتميس» ماموريت وځنډاوه

 په فضا کي لومړۍ سعودي مېرمنه

د سعودي عربستان شهزاده سلطان بن سلمان په ۱۹۸۵ عيسوي کال کي د امريکا د ډيسکوري میشن په ترڅ کي د مځکي آربيټ يا مدار ته سفر کړی ؤ. خو د سعودي عرب په هکله ويل کيږي چي پکښي د نورو هيوادونو په پرتله مېرمنو ته کم حقونه ورکول کيږي. دا خبره مهمه ده چي پر سعودي مېرمنو تر ۲۰۱۸ کال پوري د موټر چلولو بنديز ؤ. په داسي وضعيت کي چي و فضا ته د يوې سعودي مېرمني د لېږد چمتو والی نيول کيږي، نو دا يو لوی پرمختگ بلل کيږي.

د چین د فضایې پروګرام د «نظامي موخو» په اړه د ناسا خبرداری

د ايکسيوم سپېس او سپېس ايکس مشارکت

امريکايي ايکسيوم سپېس تر مخه لا و فضا ته د خصوصي عملې د لېږد له لاري تجربه ترلاسه کړېده. دغه شرکت په دې ترڅ کي و نړيوال فضايي (خلايي) مرکز ته عمله لېږلې ده. دغه پرواز ته د ايکس ون نوم ورکول سوی ؤ. په دغه پرواز کي د پيسو په بدل کي و خلا ته د لېږدول کيدونکو کسانو درې کسيزه ډله او د ايکسيوم يو کارگر او پخوانی ستورمزلی مايکل لوپيز هم د عملې برخه ؤ. دغه کسان د سپېس ايکس د ډرېگن کېپسول نومي وسيلې په مرسته خلا ته تللي او بېرته راغلي ول. ايکسيوم اوس د اې ايکس ټو په نوم د يو نوي ماموريت پلان لري چي د راتلونکي کال د پسرلي لپاره چمتو سوی دی.
 

اټکل کيږي چي ايکسيوم به د دغه ماموريت لپاره هم د سپېس ايکس خدمات تر لاسه کړي. په دغه ماموريت کي به هم ستورمزلي و نړيوال خلايي مرکز ته ولاړ او بېرته راسي. خو ايکسيوم د دغه ماموريت په هکله لا ټول جزيات نه دي خپاره کړي.

آ./ا.ا./ا.خ.ح.