سرپل: د سړک غاړې ماين په چاودنه کې ۱۳ کسان وژل شوي
۱۳۹۹ مهر ۲۰, یکشنبهله کابل څخه د آلمان خبري آژانس د يکشنبې ورځې (د نوامبر ۱۱مه) په رپوټ کې ليکي چې دغه چاودنه د شنبې په ورځ د سرپل ولايت مرکز ته نژدې وشوه، چې ورسره سم د طالبانو او افغان امنيتي ځواکونو تر منځ درنه وسلواله نښته هم پيل شوه. په رپوټ کې زياته شوې چې دغې جګړې شپږ ساعته دوام وکړ. د ولايتي شورا يوه غړي او يوې بلې ناڅرګنده سرچينې د آلمان خبري آژانس ته وويل چې په دغه جګړه کې درې سرتيري ټپیان شوي دي.
په رپوټ کې د وژل شوو کسانو د هويت په اړه څه نه دي ويل شوي خو زياته شوې چې درې تنه ملکيان هم په کې شامل دي.
سرپل ولایت د افغانستان په شمال کې د خپل ستراتيژيک موقعيت له کبله تل د افغان امنيتي ځواکونو او طالبانو تر منځ د وسلوالو نښتو شاهد پاتې شوی. طالبان له څو کلونو راهيسې د دغه ولايت پر ډيرو برخو کنترول لري.
د ولايتي شورا غړي، امين الله آیدين، د يکشنبې په ورځ (د اکتوبر ۱۱مه) وويل چې په تيرو ۴۸ ساعتونو کې د سرپل ولایت په مختلفو سيمو کې لږ تر لږه ۴۶ تنه افغان امنيتي ځواکونه وژل شوي، ټپيان او يا هم ژوندي نيول شوي دي.
د افغانستان په مختلفو سيمو کې وسلوالې نښتې په داسې حال کې په خپل شدت سره ادامه لري، چې هاخوا د قطر په دوحې ښار کې د افغانستان حکومت او طالبانو مذاکراتي ټيمونو تر منځ د سولې مذاکرات ادامه لري. خو د دغو مذاکراتو له پیل څخه چې نژدې يوه مياشت کيږي، لا تر اوسه په کې کوم ښکاره پرمختک نه دی رامنځ ته شوی.
آژانسونه/م.ک.ص./م.ق.ن.