په سپينه روسيه کي د ښځو مبارزه
په سپينه روسيه کې له څو مياشتو راهيسي د ديموکراسۍ له پاره د ښځو مبارزه روانه ده. اوس د ليتوانيا په پلازمېنه ولينوس کې يو نندارتون د «بيلا روس راتلونکې» تر سرلیک لاندې د دغو ښځو مبارزې ته ځانګړی شوی دی.
له ګل او غوږ واليو سره
په بيلاروس کې ښځې له څو مياشتو راهيسې د ديموکراسۍ او د زورواک جمهوررئيس د ګوښه کيدلو له پاره اعتراضونه کوي. په عکس کي ځوانه نادیا چې د پولیس سترګو ته ګورې، له دي مخکې لس ورځې بندۍ وه. د ليتوانیا په پلازمېنه ولينوس کې دغه نندارتون د ۲۰۲۱م کال د مارچ مياشت تر څلورمې نېتې دوام کوي.
پر ژوند ټيڼګار
اعتراض کوونکې ښځې پر خپل ښځمنتوب تر هغې کچېې ټينګار کوي چې په بيلاروس کې يې د ديموکراسۍ غورځنگ د «ښځو مارش» او يا د «ښخو انقلاب» په نوم یاد شوی دی. په کيڼ اړخ کې د آنا په نوم يوه ۲۴ کلنه ولاړ ده، هغې د خپلې مور د واده کمیس اغوستی دی. دغه کمیس د جمهوررئیس د قدرت د وخت په اندازه زوړ دی: ۲۶ کاله.
په یوه ورځ د ۳۰۰ ښځو نيول
دغه عکس ښيې چې د ۲۰۲۰م کال په دسمبر مياشت کې په څه ډول يوه مظاهره کوونکې نيول کيږې او د پوليسو د موټر پر لور بيول کيږې. د بشري حقونو سازمان د رپوټ له مخې په مينسک کې په دغه ورځ د «ښځو مارش» کي ۳۰۰ کسان ونيول شول.
زوړ او ځوان
پر نیولو، بندي کولو او ډارولو سربيره بيا هم په مظاهرو کي د هر سن کسانو برخه اخیستې ده. هغوی د سپيني روسيې د بیرغ، سپين او سور رنګ په شان جامې اغوستلې. امنيتي ځواکونو له اوبو شیندلو او کوتکونو څخه کار اخیست.
چوپ کولو ته اړايستل؟
د ويلنوس په «مو موزيم» کې دغه نندارتون د روښانه کولو له پاره جوړ شوی دی. په بيلاروس (سپينه روسيه) کې د ګاونډي هيواد د ديموکراسۍ ملاتړ. دغه عکس د چارواکو له خوا د اعتراض کوونکو د خاموشه کولو سمبول دی.
ګډ هدف
د دغه موزیم په خبري اعلاميه کې د بيلاروس د اپوزيسون رهبري سويتلانا تیچانوفسکايا، هم خپل نظر څرګند کړی: «دغه نندارتون د بيلاروس ښځو ته ځانګړی شوی دی. موږ يو ګډ هدف لرو: د آزادۍ بیرته تر لاسه کول او په بيلاروس کې يو حقوقې دولت. په دې مبارزه کې ښځې پر لومړۍ کرښه ولاړې دي. د ډيرو ښځو او زما له پاره دا يوه شخصي مبارزه هم ده.»
د کرونا محدودیتونو سره د نندارتون پرانیستل
په ويلنوس کې د «مور موزيم» کارکوونکو نوې لار موندلې چې د کرونا محدوديتونو سره بيا هم د اعتراض کوونکو عکسونه ښکاره کړي. د موزيم پر بهرني ديوال عکسونه ښودل کيږې تر څو عام وګړي وکړای شي هغه ننداره کړي.
د ديموکراسۍ مچه
ټول عکسونه ښځو عکاسانو هري يوې ناديا بوژان، دريا بوراکينا، ارينا اراخوسکایا او وپٍیالتا سوچيس اخيستي دي.
د اعتراضونو مستند ول
په ويلنوس ښار کې د ۲۰۲۱م کال د مارچ مياشتې تر څلورمي ڼيټې پورې د موزيم پر بهرنيو ديوالونو دغه نندارتون دوام لري. هره ورځ د ماښام له شپږو بجو د ماخوستن تر ۱۱ بجو پورې عکسونه ښودل کيٍږې. خبريالانو د ويدیو ګانو له لارې دغه اعتراضونه مستند کړي چې په هغو کې د اعتراضونو په هکله رپوټونه ورکول کيږې.